ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د غوايي یا ثور ۲۰مه او د مۍ میاشتې ۱۰مه نېټه ده) د نړیوال سره صلیب کمېټې مشر رابرت ماردیني وايي په ایران کې د مېشت افغان کډوالو پر ستونزو یې له ایراني چارواکو سره خبرې اترې کړي.
ماردیني فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې په تهرامن کې یې خبرې د وروستیو بدلونونو په پایله کې د زیانمنو افغان کډوالو پر ستونزو ور ټولې وې.
ماردیني دا خبرې مثبتې بللې دي.
د ایرنا د دولتي خبري آژانس د راپور له مخې د تېر کال د زمري په ۲۴مه پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته شاوخوا یو میلیون نوي افغانان ایران ته کډه شوي او هره ورځ زرګونه نور کسان یا د کار یا په اروپايي هېوادونو کې د پناه اخیستو په نیت دې هېواد ته د تلو هڅه کوي.
![](https://www.gaheez.af/wp-content/uploads/2022/05/photo_2022-05-08_23-02-49-660x330.jpg)