معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د نړیوال بانک سروې؛ سیاسي ګډ‌وډۍ د دغه هېواد خصوصي سکټور سخت ځپلی دی

د نړیوال بانک سروې؛ سیاسي ګډ‌وډۍ د دغه هېواد خصوصي سکټور سخت ځپلی دی

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د وري ۲۰مه او د اپرېل ۹مه نېټه ده) نړیوال بانک وایي، په افغانستان کې سیاسي کړکيچ د دغه هېواد خصوصي سکټور سخت ځپلی دی.
نړيوال بانک په دې اړه د خپلې يوې سروې د پايلو په خپرولو سره ويلي چې له هرو درېيو پانګه والو يوه يې د تېر کال له اګسټ مياشتې وروسته خپل کاروبارونه ځنډولي دي.
نړيوال بانک وايي، هغو پانګوالو چې خپلو کاروبارونو ته دوام ورکړی هم ويلي چې د اړتياوو د کمېدو له کبله يې خپل کاروبارونه له سره تنظيم او له نويو شرایطو سره برابر کړي دي.
دغه سروې د تېر کال په اکټوبر او نومبر مياشتو کې شوې ده. سروې کې ۸۲ سلنه پوښتل شويو کسانو ويلي چې د توليداتو او خدمتونو پېرونکي يې خورا کم شوي چې له کبله يې د دوی فعاليتونه او کارکوونکي هم کم شوي دي.
د سروې د پايلو له مخې د افغانستان سياسي کړکېچ کوچني شرکتونه تر نورو ډير ځپلي او ۳۸ سلنې يې خپل فعاليتونه ځنډولي دي. د مېرمنو کاروبارونه هم د سياسي کړکېچ له کبله ځپل شوي او نږدې نيمايي هغه يې تړل شوي دي.
تازه اسلامي امارت پرېکړه کړې، چې د اقتصادي وضعیت د ښه کېدا لپاره دې د کابل په هوايي ډګر کې بهرنیو پانګوالو ته د بېړنۍ ویزو پر لګولو سربېره دې نورې اسانتیاوې هم ور ته برابرې شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس