معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د نوي افغان حکومت د رسمیت پېژندنې مسله؛ ښايي روسیه په دې اړه پرېکړه وکړي

د نوي افغان حکومت د رسمیت پېژندنې مسله؛ ښايي روسیه په دې اړه پرېکړه وکړي

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۲۵مه او جون میاشتې ۱۵مه نېټه ده) د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ روسیه وايي، ښايي حکومت یې د افغانستان لپاره د ا.ا نوی حکومت په رسمیت وپېژني.
دغه هېواد لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په یوه مرکه کې ویلي، د دې ډېر احتمال شته چې روسیه د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني.
نوموړي زیاته کړې چې بهرنیو چارو وزارت له ولسمشر پوتین سره په دې اړه مشورې کړې دي او په خبره یې د رسمیت په مسله کې مسکو د واشنګټن لار نه څاري.
کابلوف دغه راز وایي ولسمشر پوتین امر کړی چې له افغانستان سره همکاري ډېره شي او له دغه هېواد سره د غلو دانو او نورو محصولاتو مرستې وشي.
یاد روسي ډيپلوماټ دا هم ویلي چې ټاکل شوې چې په نږدې ورځو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مسکو ته لاړ شي او له روسیې سره د محصولاتو د پېرلو په اړه هوکړه وشي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس