معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د نورستان ځنګلونه؛ اورلګېدنه لا هم دوام لري

د نورستان ځنګلونه؛ اورلګېدنه لا هم دوام لري

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د غبرګولي یا جوزا ۱۰مه او د مۍ میاشتې ۳۱مه نېټه ده) د نورستان ځايي اوسېدونکي وايي، د نورګرام ولسوالۍ شام درې په ځنګلونو کې اورلګېدنې تر دې مهاله سوونه جریبه ځنګل سوځولی او د پراخېدو په حال کې ده.
د نورستان د اطلاعاتو او کلتور ریاست آمر فضل حق خالقیار پر خپل فیسبوک لیکلي، چې دا اور له څلورو ورځو راهیسې بلېږي.
هغه ویلي چې لومړی بل شوی اور مړ خو له هغې په یو څه واټن کې ځنګل بیا اور اخستی.
خالقیار ټینګار کړی چې د ولایتي چارواکي د اور پر مهارولو بوخت دي: «د ولايت مرستيال شيخ زر محمد حقاني په غوښتنه د ننګرهار اطفايې رئيس حاجي عبدالرشيد، خپل ټيم او وسايلو سره شام دره کې د اور په مهارولو مصروف دي».
خالقیار دا هم وايي، چې ښايي اور په قصدي ډول بل شوی وي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس