معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د ننګرهار په اچین او سپین غر ولسوالیو کې د جوماتونو د جوړېدو پیسې غلا شوي دي

د ننګرهار په اچین او سپین غر ولسوالیو کې د جوماتونو د جوړېدو پیسې غلا شوي دي

د ننګرهار په اچین او سپین غر ولسوالیو کې د جوماتونو د جوړېدو پیسې غلا شوي دي
راپور: امان الله زړور
پداسې حال کې چې د ننګرهار د حج اوقافو رئیس محمد داود مجاهد ددې ولایت د اچین او سپین غر ولسوالیو کې د ولسمشر د حکم پر اساس د ۱۴ نویو جوماتونو د جوړېدو خبره کوي،خو د یادو ولسوالیو اوسېدونکي او قومي مشران وایي، چې دوی نه پوهېږي چې دا جوماتونه چېرته جوړ شوي دي.
د ننګرهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رئیس وایي چې د ولسمشر غني د حکم په اساس یې د یاد ولایت د داعش ځپلو سیمو لپاره ۶۸ جوماتونه منظور شوي دي، چې له ډلې یې ۱۴ په اچین او سپین غر ولسوالیو کې جوړېږي او نږدې ۸۰ سلنه کارونه یې بشپړ شوي دي.
اما بل خوا د یادو ولسوالیو سپین ږیري او قومي مشران وایي چې حکومت دوی ته د ۱۳ جوماتونو د جوړېدو خبره کړې، خو په خبره یې لا تر اوسه دوی نه پوهېږي چې دغه جوماتونه چېرته جوړ شوي.
قومي مشران وايي، په يادو ولسواليو کې د دولت لخوا د رغونې برخه کې د عملي چارو ترسره کېدو پرځای ګڼې داسې پروژې خيالي تطبیق شوې، چې پیسې یې اخېستل شوې، خو ځای ځایګی یې نشته او د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل هم د قومي مشرانو دغه نېوکې پر ځای بولي.
د قومي مشرانو له ډلې ملک سيدحکيم حقيار په دې اړه داسې وایي:” په دواړو (سپین غر او اچین) ولسواليو کې د دولت په چوکاټ کې دوی ته ۱۳ د داسې خيالي جوماتونو جوړېدو خبره شوې، چې پیسې يې اخيستل شوې او د جوماتونو څرک هم نه ليدل کېږي.”
قومي مشر سيد حکيم، له ولايتي ادارې غوښتنه کوي چې په يادو ولسواليو کې د خيالي جوړو شوو جوماتونو ترڅنګ د يو شمېر رغنيزو پروژو په بوديجه کې د شوي فساد پوښتنه او څېړنه وکړي.
د اچين ولسوالۍ يو اوسېدونکی روزي ګل شینواری هم دا وايي، چې په اچین او سپین غر ولسواليو کې ۱۳ جوماتونه شتون لري، چې له ډلې یې ۹ جوماتونه د ولسونو په چندو او مرستو جوړ شوي او ترمیم شوي دي او یوازې ۴ نور د حج اوقافو رياست له ادرسه جوړېږي.
دغه قومي مشر وایي چې : “د اچین او سپین غر مشرانو او ځوانانو د کره معلوماتو له مخې په اچین او سپین غر کې ټول ۱۳ مساجد په جوړېدو دي چې د هغې له ډلې ۹ مساجد ترمیم دي او دا هغه مساجد دي چې د سپین غر او اچین خلکو په چندو جوړ شوي وو، څلو نور مساجد چې د حج اوقافو په نقشه برابر دي، نوي جوړیږي.”
د اچین ولسوالۍ پېښې سیمې یو اوسېدونکی عزیزالله هم وایي چې د حج اوقافو رئیس له لوري سپین غر او اچین ولسوالیو کې د ده لوري د جوماتونو جوړولو ادعا بې بنسټه ده.
نوموړی وایي : “د حج اوقافو رئیس دلته د ۱۴ مساجدو د جوړولو دعوه کړې، چې دا بې بنیاده ده، دلته همدغه څلور مساجد جوړ شوي، د او هغه هم په حقیقت کې ترمیم شوي دي.”
خو بل اړخ ته په ننګرهار کې د ولسي تړون ملي پروګرام، د حج اوقافو رياست او ځايي مسؤولين د کلیوالو او قومي مشرانو دا خبرې ردوي.
ننګرهار کې د حج اوقافو رئیس محمد داود مجاهد، په يادو ولسواليو کې د قومي مشرانو لخوا د خيالي جوماتونو خبره ردوي او وايي، چې دا ډول څرګندونې يو شمېر خلک د شخصي اغراضو او د ادارو د بدنامولو په موخه ترسره کوي.
نوموړی زیاتوي چې:” همدا مهال په يادو ولسواليو کې ۱۴ جوماتونو جوړېدو باندې کار روان دی، د ځينو چارې ترسره شوې او د ځينو کارونه د بوديجې نه شتون او ولسي ستونزو له امله ځنډنۍ او چارې يې په نيمه کې پاتې دي.”
د ننگرهار د حج او اوقافو رئیس وایي چې په سپین غر او اچین ولسوالیو کې د ۱۴ جوماتونو د جوړولو چارې اتیا سلنه بشپړې شوې دي.
بل اړخ ته په ننګرهار کې د ولسي تړون ملي پروګرام د ولايتي دفتر مسؤول اسماعيل ظريفي وايي، په اچين او سپین غر ولسواليو کې هېڅ خيالي جومات شتون نه لري، د ټولو ادرسونه معلوم دي او د دوی تر چتر لاندې یې چارې روانې او د کارونو پرمختګ په اړه معلومات وخت په وخت د حج اوقافو رياست مسؤولينو سره هم شریکیږي.
نوموړی زیاتوي چې: “ټول ادرسونه یې معلوم دي، کاري پرمختګ یې معلوم دی، مونږ. هر وخت ددې موضوع په اړه د حج اوقافو له رئیس صیب سره په همغږۍ جلسه نیولې ده.”
د سپین غر ولسوال محمد یاسين بابر بیا پدې اړه وايي چې د حج او اوقافو رياست مسؤولينو ورته د ۱۴ وړو او غټو جوماتونو ليستونه سپارلي دي، چې د ځينو چارې بشپړې او په ځينو يې کار روان دی.
خو د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل بیا پدې برخه کې د قومي مشرانو ادعاوې پرځای ګڼي او وايي، چې د ځينو پروژو په کيفيت کې ستونزې شته او په خبره يې، چې ډېر ژر به د قومي مشرانو لخوا د يادو خيالي جوماتونو ترڅنګ د روغتیایي پروژو په بوديجه کې د شوي فساد او غلا د سپیناوي څېړنې په موخه به ټيم وګماري او نتيجه به يې له ولسونو سره شريکه کړي.
امرخېل زياتوي چې هېڅ ډول خيالي ښوونځی، جومات، پلچک او پروژې نه نظام ته د منلو وړ ده او نه هم ولسونو ته.
د ننګرهار د والي په وینا چې یوه یوه پروژه به چې ولسونه ورباندې انتقاد او اعتراض ولري بررسي کېږي او نتېجه به یې بېرته د اچین او همدارنګه د سپین غر ولسونو سره شریکیږي.
که څه هم ننګرهار کې د حج اوقافو رئیس محمد داود مجاهد او د ولسي تړون ملي پروګرام د ولايتي دفتر مسؤولین نه مني چې په یاد ولایت په سپین غر او اچین ولسوالیو کې دې کوم خیالي جومات جوړ شوی وي او د کاغذ پر مخ د هغې لیست له مخې ددې جوماتونو نومونه هم اخلي، خو یو هم دې ته ندي حاضر چې دا جوماتونه د ځمکې پر مخ چاته یو یو ورښکاره کړي.
هاخوا په یادو ولسوالیو کې هم قومي مشران او هم یو شمېر اوسېدونکي په زغرده وایي، چې مسؤولینو د جوماتونو د جوړېدو خبره کړې خو جوماتونه ندي جوړ شوي او که جوړ شوي هم دي، نو د ولس په خپلو پیسو چې د چندې په شکل ټولې شوې، جوړ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ننګرهار یو شمېر ولسونو د دولت په ځینو پروژو د فساد ادعا کړې، خو عام خلک وایي د سپیناوي لپاره یې ډېری وخت بېرته بیا مسؤولین پاتې راغلي او پایلې ورسره ندي شریکي شوي.
دا به هم وروسته ثابته شي، چې د اچین او سپین غر په ولسوالیو کې د خیالي جوماتونو په اړه ددې سیمې د قومي مشرانو دغه ادعا به د والي ضیاء الحق امرخېل د ژمنې له مخې کله په سمه توګه څېړل کېږي او پایلې به یې کله له ولسونو سره شریکي شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس