ګهیځ نیوز: نن شنبه (د وري ۲۰مه او د اپرېل ۹مه نېټه ده) د کورنیو چارو وزرات خبر ورکوي، چې افغان ځواکونو د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو درې تنه نیولي دي.
د معلوماتو پر بنسټ، نیول شویو کسانو غوښتل چې ۳۰۰ کیلو ګرامه تاریاک له بدخشانه کندهار ته قاچاق کړي، چې د افغان ځواکونو له لوري د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې نیول شوي.
له نیول شویو کسانو څخه یو کلاشینکوف او یوه تفنګچه هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې دي.
د یادولو وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت مشرتابه په یو فرمان کې د نشه يي توکو پر کرکېله او هر ډول کاروبار کلک بندیز ولګاوه.
په فرمان کې راغلي وو، چې سرغړوونکو سره به قانوني چلند کېږي.
![](https://www.gaheez.af/wp-content/uploads/2022/04/photo_2022-04-08_22-10-55-660x330.jpg)