معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو تړلې دروازې؛ اروپايي ټولنه وايي افغان لوري یې د پرانستو ژمنه کړې

د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو تړلې دروازې؛ اروپايي ټولنه وايي افغان لوري یې د پرانستو ژمنه کړې

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غوايي یا ثور ۱۹مه او د مۍ میاشتې ۹مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون ویلي فغان حکومت ورسره د ښوونځیو د پرانیستلو ژمنه کړې ده.
هغه په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي، چې دا ژمنه ور سره د افغانستان د پوهنې وزارت له چارواکو سره د کتنې پر مهال شوې.
د ده په خبره په دې لیدنه کې د ښوونځیو پر پرانیستلو او نجونو ته د زده کړو د زمینې پر برابرو بحثونه شوي دي.
نیکلاسون وایي افغان لوري ورسره ژمنه کړې چې ژر به د نجونو پر مخ تر دوولسم ټولګي پورې د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.
په ورته وخت کې د پوهنې وزارت مطبوعاتي برخې هم دغه لیدنه تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې په دې لیدنه کې د زده کړو پر روان وضعیت، دوه اړخیزو همکارو او اړوندو مسایلو خبرې شوې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس