معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د نجونو پر مخ ژر تر ژر د ښوونځیو د پرانستو غوښتنه

د نجونو پر مخ ژر تر ژر د ښوونځیو د پرانستو غوښتنه

ګهیځ نیوز: نن شبنه ( د غوايي یا ثور ۳مه او د اپرېل د میاشتې ۲۳مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي، چې له ډاکتر عبدالله عبدالله سره یې د افغان نجونو د زده‌ کړو په اړه خبرې کړې دي.
وېسټ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې له عبدالله سره یې ښوونځیو ته د نجونو ژر تر ژره ستنېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
هغه دغه راز افغانستان کې وروستي بریدونه هم غندلي او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده .
د یادونې ده چې نوموړي تر دې وړاندې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم خبرې کړې وې او له هغه یې هم د نجونو زده‌کړو اړوند مشورې اخیستې وې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس