معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د نجونو پر مخ د ښوونځیو پر پرانستو د دیني عالمانو ټینګار؛ کرزی وايي دا د افغانانو مدنیت څرګندوي

د نجونو پر مخ د ښوونځیو پر پرانستو د دیني عالمانو ټینګار؛ کرزی وايي دا د افغانانو مدنیت څرګندوي

د نجونو پر مخ د ښوونځیو پر پرانستو د دیني عالمانو ټینګار؛ کرزی وايي دا د افغانانو مدنیت څرګندوي
ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وري ۲۴مه او د اپرېل ۱۳مه نېټه ده) پخواني ولسمشر حامد کرزي په پکتيکا کې د ديني عالمانو د هغې غونډې هرکلی کړی چې پکې د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو او مېرمنو د حقونو د تضمين غوښتنه شوې وه.
د حامد کرزي دفتر په همدې تړاو خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې د ديني عالمانو ورته غونډې د افغانستان د خلکو د علم پالنې څرګندويي کوي.
پخواني ولسمشر دغه راز پر سرپرست حکومت غږ کړی چې د علماوو غوښتنو ته درناوی وکړي او د نجونو ښوونځي ژر تر ژره پرانيزي.
د يادونې وړ ده چې د پکتيکا ديني عالمانو په وروستۍ غونډه کې د نجونو زده کړې د ټولنې اړتيا بللې وه او پر ا.ا يې غږ کړی و چې ښوونځي يې ژر تر ژره پرانيزي. وړاندې د پوهنې وزارت د نجونو د ټولو ښوونځيو د پرانيستلو ژمنه کړې وه خو له خپلې دې ژمنې هغه مهال په شا شول چې نجونې د نوي تعليمي کال په پيل سره د ښوونځيو دروازو ته ورسيدې.
د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې د نجونو ښوونځي به د خپل مشر تر امر وروسته پرانيزي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس