معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړلو ته غبرګون؛ نړیوال بانک د ۶۰۰ میلیونه ډالرو پروژې لغوه کړې

د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړلو ته غبرګون؛ نړیوال بانک د ۶۰۰ میلیونه ډالرو پروژې لغوه کړې

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وري ۱۰مه او د مارچ ۳۰مه نېټه ده) نړیوال بانک په افغانستان کې د ۶۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پروژې لغوه کړې.
د نړیوال بانک مشرتابه په تازه پرېکړه کې ویلي چې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو په غبرګون کې په دغه هېواد کې د کرنې او روغتیا په برخه کې خپلې ۴ سترې پروژې چې شاوخوا ۶۰۰ میلیونه ډالر لګښت پرې راځي لغوه کوي.
یاد بانک وايي دوی له نړیوالو بنسټونو سره په اړیکه کې په افغانستان کې فعالیتونه ترسره کوي، نو که د نړیوالې ټولنې غوښتنې په افغانستان کې نه منل کېږي، دوی هم د ورته پروژو له عملي کولولاس اخلي.
نړیوال بانک تر دې وړاندې ویلي وو، چې په افغانستان کې به ځينې پراختیايي پروژې پیلوي خو دا پروژې به د افغان حکومت پر ځای د خیریه موسسو له لوري عملي کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس