معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د نجونو د ښوونځیو نه پیل ؛ له نوي حکومت سره به د نړیوالو پر تعامل څه ډول اغېز وکړي؟

د نجونو د ښوونځیو نه پیل ؛ له نوي حکومت سره به د نړیوالو پر تعامل څه ډول اغېز وکړي؟

ګهیځ نیوز:رپوټ: نذیر منیب
نن چهارشنبه د وري یا حمل ۱۷مه او د اپرېل میاشتې ۶مه نېټه ده.
د وري یا حمل په درېیمه چې په ټول افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیل شو، تمه وه چې د نجونو او هلکانو دواړو پر مخ به د ښوونځيو دروازې پرانستل شي، خو په وروستیو شیبو کې دولت اعلان وکړ چې له شپږم ټولګي پورته نجونې دې د حکومت‎ تر بیا اعلان پورې صبر وکړي او ښونځیو ته دې نه ځي.
د پوهنې وزارت په ښکاره تر شپږم پورته ټولګیو نجونو درسونو ځنډولو لپاره دوه دلیلونه وايي، لومړی د شریعت مطابق د شرایطو برابرېدل او دوهم د افغاني دود او کلتور مطابق فضا رامنځته کېدل، خو د دغه یادو شویو معیارونو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
د اسلامي امارت د چارواکو یادې چارې د نړیوالو غبرګون راپارولی او له سرپرست حکومت څخه ‌یې غوښتي چې سملاسي له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ هم د ښوونځیو دروازې پرانېزي.
د بریټانیا، کاناډا، فرانسې، ایټالیا، ناروې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو او دغه ‌راز د اروپايي ټولنې د لوړ پوړي استازي په یوه ګډه اعلامیه کې له افغان چارواکو غوښتنه شوې چې خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي.
دغو هېوادونو په خپله اعلامیه کې ویلي: “د طالبانو دا اقدام، افغانانو او نړیوالې ټولنې ته د طالبانو له ورکړل شوي تضمین سره په ټکر کې دی.”
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو هم په افغانستان کې د نجونو لپاره د ثانوي زدکړو په اړه په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي، په افغانستان کې ټولې نجونې باید وکولای شي ښوونځیو ته لاړې شي.
تازه د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول “جوزف بورل” په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د نړیوالو حقونو پر بنسټ زده کړې د هر هلک او نجلۍ مسلم حق دی او افغان حکومت ته په کار ده څو د دوی دې حق ته درناوی وکړي.
سرچینه همدا راز زیاتوي چې نوي حکومت ته په کار ده چې د ښوونځیو په تړاو خپله پرېکړه بېرته واخلي او په خبره یې که وضعیت همداسې دوام کوي نو په کور د ننه د نوي حکومت مشروعیت او له نړیوالو شریکانو سره د دوی اړیکې له خنډ سره مخ کېدلی شي.
په کور د ننه افغانستان کې هم شنونکي وايي، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړلې دروازې به د افغانستان له نوي حکومت سره د نړیوالو تعامل له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه او د سیاسي چارو شنونکی عبدالحی قانت وايي، په افغانستان کې ښوونځیو ته د نجونو د تللو مخنیوی، په نورو هېوادونو کې د هغوی ولسونو ته یوه مهمه مسله ده، چې د اسلامي امارت له نوي حکومت سره به د خپلو هېوادونو د دولتونو پر تعامل او چلند اغېز وکړي.
ښاغلی قانت همدا رنګه وایې: ” که دلته نجونې له ښوونځیو منع کېږي، دولتونه نشي کولی چې له اسلامي امارت سره تعامل وکړي، ځکه هغه د خپلو خلکو تر نیوکې لاندې راځي چې ولې باید له هغه چا سره رسمي تعامل وشي چې خپلو خلکو ته حتی د تعلیم حق نه ورکوي “.
نوموړی زیاتوي، که دا مسله همداسې دوام وکړي، له نوي افغان حکومت سره به د نړیوالو شته چلند هم تت او کم رنګه کړي.
دی وايي حکومت دې داسې حل لاره ولټوي چې په کور دننه او بهر ټول یوې هوکړې ته ورسېږي او راپورته شوي غبرګونونه ځواب شي.
له دې وړاندې اسلامي امارت ژمنه کړې وه چې په نوي ښوونیز کال کې به ښوونځي د ټولو نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستل شي، خو د چهارشنبې په ورځ‌ (د وري په ۳مه ) یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړو ته یو وار بیا اجازه ورنه ‌کړه.
پوښتنه دا ده چې ولې په وروستیو شېبو کې نجونې ښوونځیو ته له ننوتو منع شوې؟ باورونه دا دي، چې د ښوونځیو د پرانستو خبره چې ځینو چارواکو کړې وه، د امارت له مشرانو سره نه وه شریکه شوې، نو همدا لامل و چې ښوونځي ته د نجونو د تګ پر وړاندې مخالفت وشو.
د باورونو پر بنسټ، تر هغو چې د اسلامي امارت مشران ټول پدې اړه یوې هوکړې ته نه وي رسېدلي او په یوه طرحه سره نه وي یوه خوله شوي، له شپږم ټولګي پورته نجونو ته به ښوونځي ته د تګ اجازه ور نه کړل شي.
د حکومتي چارواکو په خبرو او څرګندونو کې هم راغلي تر هغه چې په دې برخه کې جامع طرحه چمتو کېږي، تر شپږم ټولګي پورته نجونې دې ښوونځیو ته نه ورځي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس