معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د م.م ۲ ادارې د افغانستان په تړاو خپل هوډ څرګندوي

د م.م ۲ ادارې د افغانستان په تړاو خپل هوډ څرګندوي

ګهیځ: نن سې شنبه (د مرغومي ۲۱مه) تمه ده چې نن به د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنیرۍ په افغانستان کې خپل ګډ عملیاتي پلانونه اعلان کړي.
په دغه غونډه کې به د افغانستان بشري وضعیت ته د رسیدنې او په سیمه کې له افغان کډوالو سره د مرستې پر لارو چارو خبرې وشي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالۍ کمېشنرۍ مشر فلیپو ګراندي او په بشري او د بېړنو مرستو د همغږي کولو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس هم په دې غونډه کې ګډون کوي.
تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي و چې تېر۲۰۲۱م زیږدیز کال یې په افغانستان کې بشري بحران ته د رسیدنې لپاره یو نیم میلیارډ ډالره راټول کړي دي.
خو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې افغانستان کې اړو کسانو سره د مرستې لپاره شاوخوا ۲میلیارد و ۶۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو ادارې اټکل کوي چې د افغانستان له ۲۲ میلیونه زیات وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس