معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزې تړانګه کې د اوربند ملاتړ کړی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزې تړانګه کې د اوربند ملاتړ کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۲سمه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزې تړانګه کې د اوربند په اړه د امریکا ولسمشر جوبایډن طرحې ملاتړ کړی.

یادې شورا له اسراییلو او حـ.ـماس غوښتي، چې دغه طرحه دې د اته میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره ومني.

په ورته مهال حـ.ـماس د امریکا له دغې طرحې ملاتړ کړی او د منځګړو په مرسته د دغې طرحې د اصولو اجرا لپاره یې همکارۍ ته چمتوالی ښودلی.

ویل کیږي روسیې دغې طرحې ته ممتنع رایه ورکړې او د امنیت شورا پاتې ۱۴ غړو ترې ملاتړ کړی.

د یادولو ده چې دغه طرحه درې مرحلې لري او د روان کال د مۍ میاشتې په ۳۱ نېټه د امریکا ولسمشر جوبایډن له لوري وړاندې شوې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس