معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د ملالې خیریه بنسټ لخوا پرانستی لیک؛ نړیوال دې د افغان نجونو د پرانستو لپاره را پورته شي

د ملالې خیریه بنسټ لخوا پرانستی لیک؛ نړیوال دې د افغان نجونو د پرانستو لپاره را پورته شي

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د چنګاښ یا سرطان ۲۵مه او د جولای میاشتې ۱۶مه نېټه ده) ملالې فنډ خیریه بنسټ د افغان نجونو د پرانستو لپاره له نړیوالو د عمل کولو غوښتنه کړې.
د ملالې فنډ خیریه بنسټ پر نړۍ غږ کړی چې د نجونو ښوونځیو د پرانیستو په موخه دې د ا.ا په چارواکو ډيپلوماټیک فشارونه راوړل شي.
په هېواد کې د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو د ۳۰۰ ورځو د بشپړېدو په تړاو د ملالې فنډ خیریه بنسټ اندېښنه ښودلې او د نجونو پر مخ يې د ښوونځیو پر پرانیستو ټینګار کړی دی.
دغه بنسټ ویلي، په سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومې ناستې څخه وړاندې د نړۍ له مشرانو غواړي چې د نجونو ښوونځیو د پرانیستو په هدف د ا.ا په چارواکو فشارونه راوړي، د افغانستان ښوونیز نظام څخه مالي ملاتړ وکړي او د خپلو حقونو د تر لاسه کولو په برخه کې د افغان ښځو ملاتړ ته راودانګي. په دغه لیک کې ټینګارشوی ، ددې لپاره چې دغه کار وشي نن باید د افغان نجونو د راتلونکي لپاره زړور او سمدستي اقدامات ترسره کړئ.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس