معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د محمد ظاهرشاه د مړینې ۱۵ تلین په تړاو د کرزي پیغام

د محمد ظاهرشاه د مړینې ۱۵ تلین په تړاو د کرزي پیغام

د محمد ظاهرشاه د مړینې ۱۵ تلین په تړاو د کرزي پیغام؛ د افغانستان خیرخواه، ترقي غوښتونکی، او د افغانانو د ملی وحدت حامي پاچا و
ګهیځ نیوز: د افغانستان د وروستي پاچا علی حضرت محمد ظاهر شاه د مړینې ۱۵ کاله پوره شو.
د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی د محمد ظاهر شاه د شخصیت په اړه وايي، چې مرحوم شاه د افغانستان یو خیرخواه او پرمختګ پلوی پاچا و.
هغه پر خپل فیسبوک لیکلي: د ملت بابا ارواښاد اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د افغانستان خیرخواه، ترقي غوښتونکی، زړه سواند او د افغانانو د ملی وحدت حامي پاچا و چې د خپلې پاچاهۍ په طلایي دوره کې یې د افغانستان لپاره بنسټیز او د قدر وړ خدمتونه تر سره کړل.
د کرزي په خبره، د نوموړي په دوه کې افغانستان په ټولنیز، اقتصادي او فرهنگي برخو کې د پام وړ پرمختگ وکړ.
هغه زیاته کړې، چې په افغانستان کې د اساسي قانون جوړښت، د ډیموکراسۍ پیل او دغه راز د ولسونو د ملي یوالي ساتنه د شاه له سترو کارنامو څخه شمېرل کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس