معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د متقي او وېسټ لیدنه؛ هوکړه په دې شوې چې افغان کنګل پانګه دې خیریه موسسو ته نه ورکول کېږي

د متقي او وېسټ لیدنه؛ هوکړه په دې شوې چې افغان کنګل پانګه دې خیریه موسسو ته نه ورکول کېږي

ګهیځ: نن شنبه (د کب ۲۱مه او د مارچ ۱۳مه نېټه ده) د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره وکتل او د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي وضعیت یې خبرې وکړې.
افغان وزیر ویلي، د افغانستان د کنګل شویو پیسو له جملې ۳.۵ میلیارده ډالر چې د امریکا محکمې يې په اړه پرېکړه کړې ده خیره موسسو ته دې نه ورکول کیږي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن تیره میاشت د یو فرمان په لاسلیک سره ویلي‌ و چې د افغانستان بانک شاوخوا ۳.۵ ملیارده ډالر به له افغانانو سره د بشرې مرستو په موخه خیره موسسوته ورکړل شي او پاتې ۳.۵ ملیارده به یې په امریکا کې پاتې وي تر څو پورې چې د سپټمبر د ۱۱ مې د قربانیانو د دعوې پریکړه نه وې شوي.
خو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې امیر خان متقي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره لیدنه کې دواړو لورو هوکړه کړې چې دغه پسې به په هیڅ صورت خیریه موسسو ته نه ورکول کیږي.
خو اسلامي امارت ټینګار کوي چې د افغانستان ټولې کنګل شوې پیسې دې د افغانستان بانک په واک کې ورکړل شي.
همدا ډول ښاغلي متقي مقابل لوري ته ویلي، چې حکومت یې د رسمیت پېژندو ټول شرطونه پوره کړي.
د امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی تېره پنجشنبه (د کب ۱۹مه) د ترکیې په انتالیا ډېپلوماسۍ غونډه کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللی.
د افغانستان د بهرنیو چارووزیر د غونډې ګډونوالو ته هم ویلي، چې د کنګل پانګې ازادېدل او د نړیوالو له لوري د نوي افغان حکومت په رسمیت پېژندل د افغانانو مشروع حق دی او باید ورکړل شي.
متقي ویل، نړیوال دې له افغانانو سره هم هغسې تعامل او چلند وکړي، چې د نورې نړۍ له انسانانو سره کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس