معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د مالیزیا ځينې سکټوري ادارې له افغان پانګوالو سره خپلې تجربې شریکوي

د مالیزیا ځينې سکټوري ادارې له افغان پانګوالو سره خپلې تجربې شریکوي

ګهځ نیوز: نن دوشنبه (د چڼګاښ/سرطان ۲۷مه او د جولای میاشتې ۱۸مه نېټه ده) د مالیزیا هېواد ۱۰ سکټوري ادارې غواړي په افغانستان کې له افغان پانګوالو او یوشمېر سکټوري ادارو سره خپلې تجربې شریکې کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله تویټر پاڼه څرګنده کړې، چې دواړو لورو په همدې موخه نن دوشنبه په کابل کې درې ورځینی ورکشاپ پیل کړی.
د وزارت په خبره، د یاد ورکشاپ په پرانیست غوڼده کې، دواړو خواو ټینګار کړی چې ورکشاپ به د سوداګرۍ او همداراز د پانګونې په برخه کې د دواړو هېوادونو اړیکې ښې کړي.
سره له دې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دغو سکټوري ادارو نومونه نه دي لیکلي خو له دې وړاندې د د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي سلاکار سره په افغانستان کې د اسلامي بانګدارۍ په برخه کې د همکارۍ او دغه شان په نورو سوداګریزو برخو کې د پانګونې غوښتنه کړې وه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس