معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د مالاوي د مرستیال ولسمشر الوتکه لا درکه شوې

د مالاوي د مرستیال ولسمشر الوتکه لا درکه شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۲سمه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې تېره ورځ د افریقا ختیځ کې پروت مالاوي هېواد د مرستیال ولسمشر الوتکه له رادرا وتلې او بې درکه شوې ده

د دغه هېواد ولسمشرۍ ماڼۍ د دې خبر په تایید سره ویلي، دغه الوتکه چې په کې پر مرستیال ولسمشر سایولوس چیلیما او د هغه پخوانۍ مېرمنې سربېره ټول ۱۰ کسان سپاره وو، له پلان سره سم په مزوزو هوایي ډګر کې نه ده ښکته شوې او نا درکه شوې ده.

خبر زیاتوي چې له الوتکې سره د اړیکو نیولو هڅه شوې، خو کومه مثبته پایله یې نده لرلې او د سپرلۍ د مرګ او ژوند په تړاو تر اوسه هېڅ ډول مالومات نشته.

د یاد هېواد چارواکو ویلي، سلګونه پولیس او پوځي مامورین په غرونو او ځنګلونو کې د بې درکه الوتکې پلټنه کوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس