معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د قطر او افغانستان د لوړ پوړو پلاوو لیدنه؛ د هوايي ډګرونو د قراردادونو پر سر خبرې شوي

د قطر او افغانستان د لوړ پوړو پلاوو لیدنه؛ د هوايي ډګرونو د قراردادونو پر سر خبرې شوي

د قطر او افغانستان د لوړ پوړو پلاوو لیدنه؛ د هوايي ډګرونو د قراردادونو پر سر خبرې شوي
ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غوايي یا ثور ۵مه او د اپرېل میاشتې ۲۵مه نېټه ده) د افغانستان بهرنيو چارو وزير امير خان متقي او ور سره پلاوي د قطر د لومړي وزير مرستيال او بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره ولیدل.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په یاده لیدنه کې د هوايي ډګرونو او اړوندو قراردادونو باندې بحث وشو.
بلخي وايي: “په دې ناسته کې په یو لړ سیاسی او اقتصادي موضوعاتو بر سیره د افغانستان د ميدانونو د قرارداد په هغو ټکو خبرې وشوې چې لا تروسه پرې دواړه طرفونه توافق ته نه دي رسېدلي “.
د نوموړي په وینا، دواړو لورو هغه ټکي په نښه کړل چې لا ډېر بحث او وضاحتونو ته اړتیا لري.
د معلوماتو له مخې، له پلان سره سم د افغانستان، قطر او ترکیې تخنيکي ډلې، د افغان هوایي ډګرونو د بیا فعالېدو په تړاو یوې هوکړې ته د رسېدو په موخه، په ګډه کار کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس