معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د فواید عامې وزارت وايي، ټاکل شوې نن د کابل ـ کندهار لویې لارې جوړېدو کار پیل کړي

د فواید عامې وزارت وايي، ټاکل شوې نن د کابل ـ کندهار لویې لارې جوړېدو کار پیل کړي

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د زمري/ اسد ۶مه او د جولای میاشتې ۲۸مه نېټه ده) د فواید عامې وزارت وايي، نن به د کابل ـ کندهار لویې لارې بیا رغنیزې چارې په عملي توګه پیل کړي.

د یاد وزارت ویاند حمیدالله مصباح وايي چې یاد کار به لومړی له کندهار څخه تر زابل ولایت پورې پيل شي چې د سړک بروالی به یې تر پخواني درې متره پراخ وي.
د هغه په وینا د دغه سړک کارونه د داخلي بودجې او افغان شرکتونو لخوا تر سره کیږي.
د کابل ـ کندهار لویه لار چې د حامد کرزي په مشرۍ پخواني حکومت پر مهال یو ځل بیا جوړه شوې وه، د تیرو شلو کلنو جګړو، د لویو بار وړونکو موټر د زیات وزن او په ځینو سیمو کې د خراب کیفیت له امله سخته ویجاړه شوې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس