معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د عمران خان څرکندونو ته د کرزي غبرګون؛ د افغانستان په چارکو دې لاسوهنه نه کوي

د عمران خان څرکندونو ته د کرزي غبرګون؛ د افغانستان په چارکو دې لاسوهنه نه کوي

ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۲۹مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي د عمرخان د هغو څرګندونو په غبرګون چې دغه هېواد دې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي.
حامد کرزي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په افغانستان کې د تفرقې اچونې هڅه پیل کړې او په وینایې، د ده دا چاره په ښکاره د افغانانو سپکاوی دی.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون په اسلام اباد کې د افغانستان په تړاو د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته دا هم ویلي چې، طالبان ډېری پښتانه دي او د پښتنو په کلیو او بانډو کې کورنۍ دې ته حاضرېږي چې ان د امتیازونو په بدل کې خپلې لورانې ښوونځیو ته واستوي.
عمران خان په ورته وخت کې په افغانستان کې د اسلامي دولت یاد داعش ډلې پر شتون او د فعالیتونو پر پراخېدو هم اندېښنه ښودلې ده.
ده څرګنده کړې چې که نړۍ د داعش ډلې له منځه وړل غواړي، باید په افغانستان کې د حکومت په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
خو حامدکرزي بیا څرګنده کړې چې په افغانستان کې د داعش ډلې د شتون اوازې د پاکستان د حکومت ناوړه تبلیغات دي او په خبره یې، دا څرګندونې برعکس دي او زیاتوي چې داعش ډله له پاکستان څخه افغانستان ته ګواښ پېښوي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ ځانګړې ناسته د پاکستان په کوربتوب جوړه شوې وه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس