معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / د عامه ګټې په ځایونو کې اور لګېدنه؛ زمونږ پر غمېزو یوه بله اضافه!

د عامه ګټې په ځایونو کې اور لګېدنه؛ زمونږ پر غمېزو یوه بله اضافه!

د هېواد خبري رسنیو د یو لړ تازه راپورونو له مخې د نورستان ولایت د وانټ وایګل په ولسوالۍ کې د دوشنبې په ورځ مازیګر ناوخته د کورونا مرکز کې اورلګېدلی چې په ترڅ کې یې د یاد مرکز ډېره برخه سوزیدلې ده او د دې ویره شته چې د ځایي خلکو په وینا د یاد تعمیر په څنګ کې د وانټ عالي لېسې ته هم اور سرایت وکړي. د راپورونو تر مخه د نورستان عامي روغتيا ریاست ویاند هم پېښه تایید کړې او ویلي چې د دې سیمې د خلکو او ځايي مسوولينو لخوا د اور مهارولو هڅې روانې دي.

د نورستان په لیري پراته ولایت کې دا ډول پېښه په داسې حال کې را پېښه شوې چې تېر کال د چنګاښ میاشتې په اواخرو کې د کونړ او نورستان ولایتونو اړوند ځنګلونو کې سخت اور لګېدلی ؤ چې تېر کال په همداسې شپو ورځو کې د کونړ په پېچ دره او د نورستان په کامدېش ولسوالیو کې د دواړو ولایتونو په ځنګلونو کې لګیدلی ؤ او لږ تر لږه ۱۸۰هکتاره ځمکې او ځنګل ته یې زیان رسولی ؤ.

که څه هم د ځینو اقلیمي بدلونونو سره یو ځای په ځنګلونو کې اور لګېدنه ډېره نادره خبره نده او دا ډول پېښې د نړۍ په هر ګوټ کې پېښېدای شي او پېښېږي هم، خو په افغانستان کې یوې خواته دغه د ځنګلونو اور لګېدنه په نورستان غوندې د سړې هوا درلودونکي ولایت کې لګېدلی ؤ بل اړخ ته چې ځېر شو نو دلته اورلګېدنه یوازې تر ځنګلونو پورې محدوده نده او د دې هېواد په پلازمېنه او ګڼو ښارونو کې بازارونه او مارکیټونه هم د دې ډول قصدي او غیر قصدي اور لګیدنې ښکار کېږي.

شاید دا ډول پېښې او واقعات پرته له شکه ځان ته لاملونه او دلایل لري او دلته به د ټولو څېړنه او ارزونه ممکنه نه وي، خو د دې سره سره که د یوې پېښې لامل سم و نه څېړل شي او د مخنیوي لارې چارې یې په علمي او عملي بڼه روښانه نشي، د پېښو د مخنیوي لپاره به لاس په کار کېدل هم ګران کړي.

دلته دا خبره هم په پام کې ساتل په کار دي چې افغانستان یو بېوزله او جګړو ځپلی ملک دی چې د جګړو له امله ورانې شوې ودانۍ او تعمیرونه یې د کلونو او لسیزو تر تېرېدو وروسته او دلته د میلیون میلیون ډالرو بهرنۍ مرستې د راتګ سره سره تر اوسه هم ویجاړ پراته دي.

همدارنګه د دې هېواد اکثریت وګړي هم د تېرو څو لسیزو جګړو له امله او دلته له بېخ او بنسټ څخه د نظامونو او رژیمونو د ړنګېدو او ګڼو نورو لاملونو په وجه له اقتصادي اړخه پر ځان بسیا ندي، بل خواته په تېرو دوه دریو کلونو کې چې د جګړو اور تر یوه بریده سوړ شوی، طبیعي پېښې او آفتونه لکه زلزلې او سیلابونه دا وګړي په خپل وار ځوروي او د هغوی اقتصادي بنسټونه خوځوي را خوځوي، چې ګڼې بېلګې او مثالونه یې زمونږ په وړاندې دي. په یقین سره ویلای شو چې زمونږ په لیري پرتو سیمو کې د یو شمېر ودانیو، بازارونو او آن ځنګلونو سوزیدل او د عامه ملکیت یوې برخې ته زیان رسیدل هم، د همدې مصیبت او آفت یوه برخه ده.

د دې تر څنګ د آرام او پر ځان بسیا ژوند د ډېرو نورو وسایلو په څېر د دغه پېښو د زیانونو د مخنیوي لکه د اور وژنې د پرمختللیو وسایلو نه شتون څه په پلازمېنه کابل کې او څه هم زمونږ په لیري پرتو ولایتونو لکه نورستان کې د دې ډول پېښو یو بل تریخ اړخ دی چې په کار ده په اړه یې غور وشي او د امکان تر بریده دغه وسایل چمتو کړای شي.

دا هم باید له یاده و نه باسو چې په نوره دنیا کې د اور وژنې یا په ټوله کې د طبیعي پېښو د مخنیوي د عصري وسایلو تر څنګ هلته تر پېښېدو مخکې د پېښې د علاج د فورمول په اساس د کورونو، مارکېټونو او نورو تعمیراتو د بنسټ اېښودو پر وخت دې مسایلو ته پاملرنه کېږي او لاره چاره یې برابرېږي.

اوس چې زمونږ یو شمېر تعمیرونه زاړه دي او بل اړخ ته د اور وژنې ډېر عصري او مجهز وسایل هم په لاس کې نه لرو، نو ولس ته په کار ده چې له یوه او بل سره د مرستې د لاس ورکونې په دود، په ګډه د دې پېښو د پېښېدو څخه د مخنیوي او تر څنګ یې په طبیعي پېښو او آفتونو کې کم تر کمه د انساني تلفاتو د مخنیوي او یا د هغې د کچې د کمېدو لپاره سره لاس په کار شي. باید په یاد ولرو چې که مو همدا ذهنیت وي چې طبیعي پېښې او آفتونه په هر حال پېښېږي او مخنیوی یې ممکن ندی، تر دې به لا زیات انساني تلفات او مالي زیانونه وګالو او که په خپله لاس په کار هم نشو، هېڅ څوک او هېڅ قوت مو له تلفاتو او زیانونو نشي ژغورلای.

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس