معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د صنعت او سوداګرۍ وزارت: د غوړیو بیه د راټیټېدو په حال کې ده

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: د غوړیو بیه د راټیټېدو په حال کې ده

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د چنګاښ یا سرطان ۴مه او د جون میاشتې ۲۵مه نېټه ده) د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې له دې وروسته به د خوراکي غوړیو بیې را ټیټې شي.
دغه وزارت په یوې خبر پاڼه کې لیکلي، چې دغه خبره د غوړیو، اوړو او غنمو سوداګرو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له وزیر سره په لیدنه کې کړې.
د خبر پاڼې په حواله، په نړیوال بازار کې د قیمتونو د راټیټېدو او لوړېدو لامل د اوکراین جګړه ښودل شوې.

د وزارت په وینا، سوداګرو ویلي، چې د غوړیو بیې په نړیوال بازار کې کمې شوي او هر ټن کې ۴۰۰ ډالره کمښت راغلی.
د دوی د معلوماتو له مخې، دا چې په هر ټن کې ۴۰۰ ډالره کم شوي وي دغه چاره د افغانستان په بازارونو کې په ۱۶ لیټره غوړیو کې ۴ ډالره کمښت ښي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس