معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د شوکاڼي پر صادراتو ګمرکي تعرفه ۲۵ سلنې ته لوړه شوه

د شوکاڼي پر صادراتو ګمرکي تعرفه ۲۵ سلنې ته لوړه شوه

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د زمري/اسد ۱۹مه او د اګسټ میاشتې ۱۰مه نېټه ده) د هر ټن صادرېدونکي شوکاڼي تعرفه له پنځه سلنه ۲۵ سلنې ته لوړه شوه.
د ماليې وزارت د ګمرکونو لوی رياست په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې بهر ته د صادرېدونکو غير پروسس شويو شوکاڼو د هر ټن ګمرکي تعرفه چې پخوا يوازې پنځه سلنه وه، تر دې وروسته ۲۵ سلنې ته لوړه شوې ده.

د دې پرېکړې پر بنسټ د پروسس شويو يا پو‌ډر شويو شوکاڼو د هر ټن ګمرکي تعرفه لس سلنه ټاکل شوې ده.

د ماليې وزارت د ګمرکونو لوی رياست د تعرفې کمېټې د پرېکړې له مخې د سرب نيمه قيمتې ډبرو ګمرکي تعرفه هم له دوه نيم سلنې شل سلنې ته لوړه شوې ده.

سرچينه وايي چې دا پرېکړه د روان کال د وږي له شپاړسمې نېټې وروسته د پلي کېدو وړ ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس