معماری
خانه / مقالات / د شهید احمد وحید مژده په یاد

د شهید احمد وحید مژده په یاد

د شهید احمد وحید مژده په یاد

محمد زبیر شفیقي، د ویسا ورځپاڼې مسؤول چلونکی

زه چې کله د ځینو کسانو په باب وغواړم څه ولیکم، ذهن مې را سره یاري نه کوي. الفاظ رانه تښتي، توري او کلیمې رانه ورک ورک شي، نه پوهېږم له کوم ځایه یې پیل کړم او په کومو الفاظو!

د درانه قلم او قدم خاوند ارواښاد شهید احمد وحید مژده یو له همدغو هستیو څخه دی.

ما څو ځله غوښتي چې د خپل دغه مظلوم انډیوال او سپېڅلي قلموال په یاد په ویسا ورځپاڼې کې یو څه ولیکم او یادونه یې را وسپړم خو همداسې کانه را باندې شوې چې پاس مې ورته اشاره وکړه.

شهید مژده زما د جهاد او هجرت د تودو ورځو انډیوال ؤ، دواړو کلونه په یوه دفتر کې یو ځای کار کړی دی. په شپېتمو کلونو کې موږ د حزب اسلامي په ارشاد او فرهنګ ریاست کې له یو شمېر نورو دوستانو سره یو ځای بوخت وو.

فکري تړاو مو د دې سبب شو چې له ګوندي رسنیو پرته په آزادو رسنیو لکه امید مجله کې هم زموږ اړیکې او ګډې هڅې دوام وکړي. د ارواښاد مژده ټول یادونه او خاطرې د یوې لیکنې له حوصلې لوړې دي، یوازې څو ټکیو ته یوه اشاره کوم چې د نوموړي د شخصیت ځانګړتیاوې ثابتوي:

مژده صاحب یو له هغو کسانو څخه ؤ چې په ګوندي چوکاټونو کې نه ځائیدو، برعکس د افرادو او ډلو پر ځای پر یو لړ اصولو ولاړ ؤ او سرې کرښې یې درلودې.

شهید مژده په تېرو ۱۹ کلونو کې د ژبې، قلم او فکر داسې کرکټر ثابت شو چې دوست او رقیب دواړه پرې قایل دي.

د ۲۰۰۷ کال په وروستیو کې د یو شمېر سیاسي، فرهنګي شخصیتونو په همکارۍ د افغان څېړنیز مشورتي مرکز په نوم د یوه فکري بنسټ تیږه کېښودل شوه چې وخت پر وخت یې د هېواد پر مهمو مسایلو ژور بحثونه جوړول او په درېیو کلونو کې یې څلور ګڼې مهالنۍ هم خپرې کړې چې د امریکايي اډو، دویم بن، د افغانستان د تجزیې هڅې او د ګاونډیو مغرضانه لاسوهنې یې پکې وڅېړلې. شهید مژده د دغه د بنسټګرو کسانو څخه ؤ چې په مهالنیو کې یې هم ډېرې په زړه پورې لیکنې خپرې شوې.

یوه ورځ د همدې مرکز په یوه غونډه کې ما وویل چې د وخت په تېرېدو افغانان د لویو ځواکونو په تېره امریکا په موخو وپوهېدل او دا د خیر یوه خبره ده.

مژده په ځواب کې راته وویل:

ستا خبره سمه ده خو امریکایان بله محاسبه لري. هغوی وايي موږ هر کال په سلګونو ځوانان د بورسونو، انجي اوګانو او نورو اړخونو له لارې جذبوو، دوی د زده کړو او ډالري امتیاز تر اغېر لاندې زموږ (امریکا) ملګري کېږي، پینځه کاله وروسته دا یو لوی ځوان کدر کېږي چې د حکومت مهم واکونه به یې په لاس کې وي، بیا به د عام ولس یا عامو افغانانو منفي ذهنیت هېڅ اغېزمن نه وي. اوسنی حالت د شهید مژده تحلیل رښتیا کوي، یوه وړوکې ډله حاکمه ده، عام ولس تر وحشتونو لاندې دی څوک یې په کیسه کې نه دي.

زه د ارواښاد مژده یوه بله خاطره چې ډېره یې تکراروله یادوم او دعا کوم چې رښتیا شي. نوموړي به دا ډېر ویل چې امریکا ماته خوړلې، له طالبانو سره د سولې خبرې یې دلیل دی، دوی نور له افغانستانه وځي.

زما تحلیل تل د دوی پر خلاف ؤ، زه الله ته دعا کوم چې د شهید مژده دغه هیله رښتیا کړي. البته له دې سره چې نور د لیرې او نژدې بل پردي تر تور وحشت لاندې رانشو. آمین

د شهید مژده شهادت په رسنیو په تېره په ټلویزیوني بحثونو کې د یوې لویې تشې په څېر څرګند دی. نوموړی د ګوتو په شمار کسانو څخه ؤ چې استدلال او منطق یې پر احساساتو غالب ؤ. ړوند تائید او یا رد یې له مزاج سره نه جوړېده مهذبه ژبه یې درلوده، هېڅکله یې سپکه خبره پر مهذبه ژبه چا وانه ورېده، آن تر دې چې فکري مخالفین یې په موسکا ځوابول. مژده د وطن یو صادق بچی ؤ، د یوه باوقاره افغانستان خوبونه یې لیدل او د پردیو له سیوري ژغورلی افغانستان یې ستر ارمان ؤ، شهادت یې یوازې کورنۍ نه، بلکې هر هغه افغان ویرمن کړ چې له نوموړي سره یې ارمانونه شریک وو. الله دې افغانستان وژغوري او مژده دې د نورو شهیدانو سره د خپل رحمت په غیږ کې واخلي. آمین

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس