معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې هندوستان پاکستان ته ماتې ورکړه

د شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې هندوستان پاکستان ته ماتې ورکړه

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۱سمه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرکټ شل اوریز نړیوال جام په ترڅ کې هندوستان د پاکستان په ماتولو سره د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لا نور نږدې شو.

دغه لوبه چې د امریکا په نیویارک ښار کې ترسره شوه، هند په کې پاکستان ته د ۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د دې لوبې پچه پاکستان وګټله، چې بیا یې هند ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

هندۍ لوبډلې په ۱۹ ام اور کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او د ۱۲۰ منډو هدف یې وټاکه.

یادې لوبډلې ته رېشپ پانټ تر نورو ډېرې ۴۲ منډې وکړې.

پاکستان ته حارث رووف او نسیم شاه درې درې او محمد عامر دوه لوبغاړي وسوځول.

پاکستانۍ لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یوازې ۱۱۳ منډې وکړې.

په دې لوبه کې د هند لپاره جسپریت بومرا ځلېدونکی توپ اچونکی و، چې د درې لوبغاړو په سوځولو سره غوره لوبغاړی ونومول شو.

دا په شل اوریزو نړیوالو جامونو کې ۷م ځل و، چې هندوستان له پاکستان سیالۍ ګټي او پاکستان بیا یوازې یوه سیالي ګټلې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس