معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د سمیې هېوادونه نن په چین کې د افغانستان په اړه غونډه کوي

د سمیې هېوادونه نن په چین کې د افغانستان په اړه غونډه کوي

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وري ۱۰مه او د مارچ ۳۰مه نېټه ده) د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ د دې غونډې کوربه توب د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی وانګ یې کوي.
په غونډه کې د افغانستان پر وضعیت او اقتصادي همکاریو خبرې کېږي.
تمه کېږي چې په دې ناسته کې به د ناستې ګډونوال له نړیوالې ټولنې د افغانستان د کنګل پانګې د ازادولو غوښتنه وکړي او تر څنګ یې د افغانستان په اړه د سیمه ییز ملاتړ د پیاوړتیا لپاره هڅې کېږي.
د پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازي د ګډون په موخه دې غونډې ته تللي دي.
له افغان لوري هم د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی دې غونډه کې ګډونوال دی، چې د وانګ یې له خوا په رسمي ډول ور بلل شوی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس