معماری
خانه / ادب و هنر / د سر مقالې لیکنې اړینې ځانګړنې

د سر مقالې لیکنې اړینې ځانګړنې

د سر مقالې لیکنې اړینې ځانګړنې

لیکوال: ډاکټر مسکین علي حجازي

ژباړن: امیرجان وحید احمدزی

د سرمقاله لیکنې د عملي کار پر مهال تر ټولو لومړی دې ته پام پکار دی چې سر مقاله لیکونکی یا مدیر ته د ورځپاڼې سرلیکنه تر ټولو زیات ارزښت لري. د سر لیکنې په کرښو کې چې نوموړی کوم فکر څرګندوي هغه د ورځپاڼې فکر ګڼل کېږي او د هغه د لېکنې پر بنسټ د سرلېکنې هر مخ د ورځپاڼې روح ګڼل کېږي.

سرلیکنه د ورځپاڼې د ټولو لوستونکو ترجمانه وي. د سر مقاله لیکونکي فکر، تجویز، او تبصره د هېواد پر سیاست او د ژوند پر نورو برخو ژور اغېز پرېباسي. هغه د خلکو د غوښتنو او آرمانونو د ترجماني کولو سره سره د خلکو او لوستونکو فکرونه هم روښانه کوي. یعنې د هغه له لیکنې لوستونکي د لارښوونې هیله کوي. سرمقاله لیکونکي ښايي د خپلو دندو د ښه ترسره کولو لپاره دغه ځانګړنې ولري.

  1. په ژبه او بیان برلاسی:

یو وخت د مدیر څرګنده ځانګړنه دا ګڼل کېده چې د بیان انداز یې ښکلی او په رسا غږ وي. د لیکنې رواني او د طرز پیاوړتیا لوستونکي له ځان سره بیایي. په پخوانیو سرلیکنو کې د ذهن پرځای جذبو ته ډېر پام کېده او سر مقاله لیکونکی د خپل بریالیتوب لپاره په ژبه د برلاسي او بیان د انداز د راښکون منندوی ؤ.

په اوسنیو سرلیکنو کې مسجع او مقفی کلیمې نه کارول کېږي او د احساساتو را پارولو لپاره رنګیني د وینا جوهر نه ګڼل کېږي له دې سره پر دلایلو و لاړو فکرونو د اغېزمن او سم څرګندولو لپاره هم په ژبه او بیان بشپړ برلاسی اړین دی. په نویو سرلیکنو کې د ژبې خوند نه وي. خو د سرلیکنو د فکري، معلوماتي، استدلالي اغېزمنتیا او معقولیت لپاره د ژبې رواني، د کلیمو سم انتخاب، د هغو پر ځای کارول او سم تړاو نن هم ډېر اړین دي. سر مقاله لیکونکی باید په ښه توګه د خپل دریځ او فکر د وړاندې کولو لپاره، په ژبه ښه پوه وي څو خپل فکر په روښانه توګه سم څرګند کړای شي.

  1. منطقي ذهن:

پخوانیو سر مقاله لیکونکو منطق او استدلال ته ډېر پام نه کاوه، مګر نن هره خبره د حقایقو په رڼا کې له دلایلو سره کېږي. ننني لوستونکي پېښې د جذبو پر ځای د عقل او استدلال پر معیار تلي، د هغوی د اغېزمنولو یا عمل ته د تیارولو لپاره اړینه ده چې هره خبره د منطقي اصولو له مخې وشي. زوروره او هنګامه جوړوونکې لیکنه نن هم د لوستونکو جذبې راپارولی شي، هغوی د وخت په څېر له خپل ځان سره بیایي. لیکنه هرې مسلې ته د حقایقو په رڼا کې کتل او د عقل او شعور په مرسته پرېکړه کول دي. د نوي پېر د انسان په موخه دا اړینه ده چې هغه د منطق او معقولیت پر بنسټ ولاړه وي. د ډېرو لوستونکو د اغېزمنولو لپاره اړينه ده چې سرمقاله لیکونکي منطقي فکر ولري او د سرلیکنې د اغېزمنتیا لپاره د خپل دریځ په حق کې معقول او پاخه دلایل وړاندې کړای شي څو د هغه لوستونکي په راتلونکي کې د ضد او مخالف نظرونو د لوستلو تر اغېز لاندې رانشي.

  • د خلکو له روان څخه خبرتیا:

د نښلوونکو او لېږدوونکو وسایلو د پرمختګ له برکته په لږ وخت کې ګڼو خلکو ته لاس رسی ډېر آسانه شوی دی.

پروپاګند او خپرونو د ېوې ناچاره(ناګزیرې) اړتیا او مستقل مسلک بڼه خپله کړې. بېلابېل سیال ځواکونه په بېلابېلو رسنیو کې د عام ابلاغ په چارو بوخت دي او ټول په دې هڅه کې دي چې ډېر اورېدونکي، کتونکي او لوستونکي د ځان ملګري کړي. لیکن دا مهال خلک د ډېرې بوختیا له امله ټولو رسنیو ته پام نشي کولی ځکه نو هغوی د ټولو له منځه تر ټولو په زړه پورې رسنۍ خوښوي. هغه رسنۍ چې د دوی له اړتیا او حالت سره همغږي وي.

په دې حالاتو کې دا ډېره اړینه ده چې سر مقاله لیکونکي د خلکو روان په ښه توګه وپېژني. نن سبا د خلکو ارواپوهنې هم حیرانوونکی پرمختګ کړی او ارواپوهانو داسې ساینسي لارې ټاکلي چې د هغو په مرسته د لوستونکو ذهن ډېر ښه اغېزمن کېدلی شي د نظریاتي کشمکش په ننني پېر کې یوه بریالي سرمقاله لیکوال ته ښایي چې د خلکو پر روان د ښه پوهېدو ترڅنګ پردې هم پوه شي چې په ځانګړو حالتونو او وختونو کې به د بېلا بېلو خلکو ذهني غبرګون څه وي؟ په بېلا بېلو حالتونو کې انساني ذهن څه وړ کار کوي؟ کوم حالات په اغېزمن ابلاغ کې مرسته کوي او پر ذهن د تلپاتې اغېز لرلو لپاره په بېلا بېلو حالاتو کې کومې لارې ګټورې وي؟

یو ښه سرمقاله لیکوال ته د دې معلومول هم پکار دي چې په کومو حالاتو کې کوم ډول رواني خنډونه د اغېزمن ابلاغ په لاره کې موجود وي. هغه څنګه لېرې کېدلی شي او د هغو د شتون پرمهال د پيغام د اغېزمنتیا لپاره کومې لارې غوره کېدلی شي.

  1. د غور او فکر وړتیا:

د سرمقاله لیکونکي دنده د حالاتو او پېښو تشریح او توضیح او په بېلابېلو مسایلو کې لوستونکو ته د فکر کولو تر بلنې پورې محدوده نه ده، په ژوند کې ډېرې داسې لوړې او ژورې شته چې له هغو څخه د تېرېدو تر څنګ سرمقاله لیکونکی د لوستونکو لارښوونه هم کوي لیکن نوموړی د ښه فکر، غړېدلو سترګو او حساس زړه د لرلو پر مهال د لارښوونې دنده سمه ترسره کولی شی. د دې لپاره اړینه ده چې نوموړی حالاتو او پېښو ته برسېرن و نه ګوري د هغو تل ته ورښکته شي. د خالص او ناخالص توپیر وکړای شي او په پټو سترګو د هر څه د منلو پر ځای له خپل فکر او پوهې کار واخلي. دغه مهال د نوموړي په سرلیکنو کې راښکون، اغېز او ارزښت پېدا کېږي. تل د نورو د فکر او نظر له مخې د پېښو منل او په خپله فکر او غور نه کول د سرمقاله لیکونکي تر ټولو لویه نیمګړتیا ده.

  1. د لارښوونې جذبه:

د یوه سرمقاله لیکوال لپاره یواځې د نظر رسول او په هره موضوع غور او فکر کول کافي نه دي. نوموړي ته دا هم ښايي چې غور او فکر نه د کار اخېستلو تر څنګ د حقایقو تل ته ځان و رسوي او د پېښو په راز د پوهېدو هڅه وکړي، نوموړی باید دا وړتیا هم ولري چې د عقل او پوهې په رڼا د نورو ذهنونه روښانه کړي. یواځې پر حالاتو د تبصرې کولو پر ځای ښايي چې د زړه پر وینو د فکر ډیوه روښانه کړي او په تیارو کې تیندک خوړونکو ته د خپل فکر د څراغونو په رڼا لاره وښيي.

  1. متوازن شخصیت:

پر بېلا بېلو مسایلو، فکري ښوونځیو او د حکومت پرپالیسیو د تبصرو او نظر څرګندولو پر مهال سرمقاله لیکوال باید د یو منصف او درېیم ګړي حیثیت ولري. د هغه تبصرې او پرېکړې اوږد مهالې پایلې لري د هغه نظر یواځې د یوه شخص نه، بلکې د یوې ادارې او عوامو نظر ګڼل کېږي که سرمقاله لیکوال توند خویه وي نوموړی د خلکو د غوښتنو په پېژندلو او په سمه توګه د عامه نظر په ژباړنه کې ناکامېږي. توند خویي هېڅکله هم مناسبه نه ده. د دې له امله ځينې وختونه داسې ستونزې پېدا کېږي چې سمول او اوارول یې ناشوني وي.

ځینې وختونه دا هم لیدل کېږي چې سرمقاله لیکوال په کومه ځانګړې پېښه، د کوم غیر مهم کس د بیان یا د کوم لوستونکي د راغلي لیک او خپرېدلو پر مهال خپلې جذبې نه شي کنټرولولی او د پېښې د ارزښت یا ډول له پېژندلو پرته په تونده او تیزه لهجه سرلیکنه لیکي. لیکن د هغې له خپرولو وروسته معلومېږي چې خبر، بیان یا راغلي لیک هېڅ حقیقت نه درلود. له دغه ډول لیکنو څخه یواځې سرلیکنې نه، بلکې د سر لیکنې ټول مخ ته زیان اوړي. سر مقاله لیکوال ډېر ځله له څو لورو تر فشار لاندې راځي. ورځپاڼه(یا د ورځپاڼې د ګوندي کېدو په حالت کې د ګوند) د پالیسي خیال ساتل کېږي، له دې سره سره دا هم اړینه ده چې سرلیکنه د ژورنالېزم لوړې موخې زیانمنې نه کړي. پر دې د بېلا بېلو ډلو او طبقو له لوري هم ټینګار کېږي. لکه د مزدورانو او مزد ورکوونکو ترمنځ د جنجال په صورت کې مزدوران یا د هغوی ټولنې غواړي چې سر مقاله لیکونکی باید د دوی د دریځ ملاتړ وکړي، مزد ورکوونکی ورځپاڼې ته اعلان هم ورکوي نو د هغوی ټينګار نور هم زیاتېږي. نو په دغه حالت کې سر مقاله لیکوال باید داسې څه وکړي چې نه له اصولو سرغړونه وشي او نه اړوندې ډلې قهرجنې کړي. د دې لپاره سړې سینې او دماغ، متوازن شخصیت، اخلاق، زغم او پر ژبه او بیان د برلاسي (قدرت) لرلو اړتیا ده.

سرمقاله لیکوال ښايي پر یوه موضوع تر لیکلو د مخه د هغې په ټولو خواوو ځان ښه پوه کړي. نوموړی باید دومره متوازن، پوه او لرڅاری وي چې د یوې پېښې اړوند د تجویز، تبصرې او نظر ورکولو پر مهال بیړه ونه کړي او نه هم د خپلو عواطفو تر اغېز لاندې راشي، بلکې د موضوع د ډول او ارزښت له مخې پر هغه ښه غور او فکر وروسته نظر ورکړي. نوموړی باید د خپلې دندې او مسؤولیت له مخې کله هم د پوهې، پت او متانت لمن پرېنږدې. نوموړی باید تل حقیقت او رښتیا څرګند او روښانه ولیکي. د سرمقاله لیکوال په ملاتړ او مخالفت دواړو کې اغېز وي ځکه نو د نوموړي تأئید او مخالفت دواړو ته په ارزښتناکه سترګه کتل کېږي او خلک د هغه د لایل د سند په توګه وړاندې کوي.

د دې مطلب دادی چې اعتدال، زغم او حقیقت خوښونه د سرمقاله لیکنې ځانګړنې دي.

  • د پرېکړې ځواک:

سرمقاله لیکوال یو داسې قاضي دی چې د هغه په عدالت کې استغاثې(شکایت کولو) او د تزکیې لپاره وکیل نه وړاندې کېږي ځکه نو نوموړی د دواړو لورو د دلایلو له اورېدلو پرته یواځې د خپلو څېړنو او تجزیې پرمټ پرېکړه کوي. له همدې امله نوموړی ټول حقایق او قانوني جواز هم په خپله برابروي. له دې سربېره د یوه قاضي پرېکړه د ټول ولس پر برخلیک اغېزه لري. ځکه نو ښايي سرمقاله لیکوال د پرېکړې پیاوړی ځواک او وړتیا ولري. سرمقاله لیکوال ته ښايي چې د یوې پېښې په اړه د تبصرې پر وخت د نوموړي ذهن روښانه وي. د سرلیکنې له پیل د مخه د نوموړي په ذهن کې د سرمقالې بشپړه خاکه موجوده وي. او دا ورته معلومه وي چې د مسلې په کومو خواوو له کومې زاویې څخه د نظر تر څرګندولو وروسته څه ډول پرېکړې ته ورسېږي.

د سرمقاله لیکوال د تمیز ځواک هم د سرلیکنې په معنویت او ارزښت ژور اغېز پرېباسي. د دې لپاره اړینه ده چې نوموړی هره ورځ د پېښو دپرتلیز ارزښت له مخې پرېکړې وکړي چې کومه مسئله یا خبر د سرلیکنې یا شذرات (د سرمقالې یوه وړه برخه) موضوعات وټاکي، له دې پرته په سرلیکنه او شذرات کې وزن نه پېدا کېږي، نه یې څوک په مینه لولي، د موضوع انتخاب، د هغې په اړه د یو ځانګړي نظر څرګندولو پرېکړه، د دلایلو ډول او د لیکنې انداز د دې ټولو په اړه سمه او ژر پرېکړه اړینه ده.

  • پراخه مطالعه:

د ورځپاڼو په دفترونو کې د بېلا بېلو موضوعاتو اړوند کتابونه او نور اړین مواد وي. لیکن که د سرلیکنې لیکوال یواځې په کتابونو انحصار وکړي (یعنې سرلیکنه یې یواځې تر کتابونو محدوده وي) او موضوع ته ژور پام ونه کړي. نو سرلیکنه به یې اغېزمنه او زړه راښکونکې نشي. د غیر ضروري معلوماتو، عددونو او شمېرو لرونکې سرلیکنې لوستونکو ته په زړه پورې نه وي. سرمقاله لیکوال باید یواځې له معلوماتو، عددونو او شمېرو سره بلد نه، بلکې د هغو د پر ځای کارولو وړتیا هم ولري. د دې لپاره پراخه مطالعه او د بحث وړ موضوع پر لاملونو او رازونو پوهېدل اړین دي. یعنې سرمقاله لیکوال باید عددونه او شمېرې پر لوستونکو د رعب اچولو لپاره نه، بلکې د دلایلو او نظر د کره والي او وزن لپاره وکاروي که د مطالعې او پوهې باوجود بیا هم کوم وخت له سرمقاله لیکونکي عددونه، کوم نوم یا نورې خبرې هېرې شي نو معلوماتي کتابونه دې ورپسې و لټوي.

سرمقاله لیکوال ته له دې امله هم پراخه مطالعه او څېړنه اړینه ده چې هغه د ژوند په مختلفو مسلو خپل نظر څرګندوي تر هغو چې سرمقاله لیکوال د یوې موضوع اړوند روښانه او سم معلومات ونه لري نو اغېزمنه سرلیکنه نه شي لیکلی، په دې کې شک نشته چې یو تن په هر څه نه شي پوهېدلی خو بیا هم یوه ښه سرمقاله لیکوال ته ښايي چې د ټولو علومو او مسلکونو څه ناڅه مطالعه ولري.

  1. رپورټر کېدل پکار دي:

سر مقاله لیکوال ته پکار دي چې د یوه ښه رپورټر ټولې مهمې ځانګړنې ولري. سرمقاله لیکونکی د رپورټر په څېر په ورځپاڼو یا خپل چاپیریال کې د سرلیکنې موضوع لټوي. د خبرونو په څېر سرلیکنه هم باید نوې وي.سر مقاله لیکوال حقایق، پېښې او معلومات تر پلټنې، غور او شننې وروسته په یوه اغېزمنه بڼه وړاندې کوي. په بله وینا: سرمقاله لیکنه درې پړاوونه لري. د موضوع پلټنه، غور، فکر او لیکل لنډه دا چې په لومړیو پړاو کې د سرمقاله لیکوال کار له رپورټر څخه توپیر لري. نوموړی پېښې او حقایق تجزیه کوي غور او فکر پرې کوي او په پای کې خپله پرېکړه اوروي او لوستونکو ته لارښوونه کوي.

  1. له ولسونو او مهمو خلکو سره بلدتیا:

سرمقاله لیکوال باید د بېلابېلو هېوادونو له حالاتو او مهمو شخصیتونو سره بلد وي. د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو او سیمو له کلتور، دود، سیاسي او اقتصادي حالاتو او مهمو کسانو سره له بلدتیا سربېره د خپل هېواد له مهمو کسانو سره وپېژني او د هغوی له سیاسي افکارو او نظریاتو هم خبر وي ځکه که سرمقاله لیکوال ته د سرلېکنې د لیکلو پر مهال د یو هېواد، ولس یا شخص کلتوري، دودیز، جغرافیایي، سیاسي او اخلاقي شالید ښه معلوم وي، نو نوموړی د دغو معلوماتو په رڼا کې سم فکر او پرېکړه کولی شي. چې د دغه وړ سرمقاله لیکوال په سر لیکنه، فکر او پرېکړه کې د تېروتلو شونتیا ډېره لږه وي.

  1. انساني خواخوږي:

د انساني خواخوږي د لرلو او غور کولو پرمهال سم فکر رامنځته کېدلی شي. د انساني خواخوږي مطلب دا نه دی چې سرمقاله لیکوال د کومې پېښې، وګړي یا ډلې حالاتو اغېزمن شي. په ځان کې د خواخوږي عواطف ناببره راڅرګند کړي یا په عاطفه کې هومره لاهو شي چې په خپلو خبرو کې کاواکه شي، د دې برعکس له انساني خواخوږي څخه د جوش او جذبې پر ځای د انسانانو د هوساینې او سوکالۍ په اړه فکر مراد دی، دغه وړ انساني فکر وکړي په سمو لارو روان وي او د ستونزو په سم اواري کې ورسره مرسته کوي. په زړه کې د انساني خواخوږي د لرلو له امله سر مقاله لیکوال د ژوند په تیارو لارو کې د نویو فکرونو او پرله پسې کړنو څراغ روښانوي او د نوموړي لیکنه تېروتونکو ته سمه لاره ورښيي.

  • د خلکو د حقوقو لپاره جهاد:

سرمقاله لیکونکی تل د نورو د حقونو لپاره جهاد کوي. هر ژمن سر مقاله لیکوال د تېري کوونکو پر وړاندې هڅه خپله دنده ګڼي. نو موړی د بې وزله، مظلومو او وروسته پاتې طبقو غږ پورته کوي او د هغو د حقوقو د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي، د هغوی دا جګړه د حکومت او هغو خلکو په وړاندې کېدای شي چې د نورو په حقوقو خېټې اچوي. لیکن سرمقاله لیکوال باید په دې پوه وي چې نن هر طبقه په نورو د ځان لوړ ګڼلو په هڅه کې ده. هره طبقه غواړي چې له قومي مسایلو ځانته ډېره ګټه وکړي. د دې لپاره هر څوک تاسو ته ځان د ټولنې تر ټولو مهم او مظلومه ګڼي او ډېرې غوښتنې لري. لنډه دا چې هر وګړی او طبقه د خپلو غوښتنو د روا والي په برخه کې ډېر دلایل وړاندې کوي. ښکاره ده چې دغه مهال سرمقاله لیکوال د هرې طبقې هره غوښتنه روا او هره طبقه ډېره مظلومه او محرومه نشي ګڼلی. د ټولنې ستونزې او مسایل هغه مهال اوارېدلی شي چې د ټولنې وګړي د هغو د اواري لپاره په ټولنیزه ډول د اخلاص او نېک نیتي له مخې هڅه وکړي. خو بیا هم په هره ټولنه کې ځېنې طبقې له نورو ډېرې محرومې او وروسته پاتې وي. هغوی خپلو حقونو ته د رسېدو لپاره د سرمقاله لیکونکي له مهمو دندو څخه ده.

لیکن دا ټول هغه وخت شوني دي کله چې سر مقاله لیکونکی د ټولنې د ټولو طبقو او افرادو له حقونو او دندو سم خبر وي. نوموړي ته دا معلومه وي چې حکومت پر خلکو او خلک پر حکومت کوم حقونه لري؟ د یوې طبقې حق او د یوې ډلې مسؤولیت څه دی؟

د حکومت او خلکو د رښتینو حقونو او دندو له خبرتیا سربېره سرمقاله لیکوال باید د بېلا بېلو ډلو له حالاتو، مسایلو، ستونزو او محرومیتونو یا د هغوی تر لاسه شویو حقونو څخه هم خبر وي او د هغه په اړه خپله یو موزون او مناسب نظر ولري. کله چې نوموړی د چا د حق غږ پورته کوي یا پر چا نیوکه کوي نو د نوموړي خپل فکر او نظر باید د سرمقاله لیکوال لارښوونه وکړي. هغه فکر چې نوموړی یې له غور وروسته د خلکو د حقونو او دندو اړوند لري.

  • د پنځونې وړتیا:

سره له دې چې سرمقاله لیکوال ځاني او جوړې شوې کیسې نه بیانوي، لیکن د لیکنې د راښکون او اغېزمنتیا لپاره د تخلیقي وړتیا او شتون اړین دی. په ځانګړې توګه د جګړې په ورځو او بیړنیو (هنګامي) حالاتو کې کله چې په سرلیکنو کې جذباتي رنګ غالب وي د عامه فکرونو په هڅولو سره ټول ولس د یوه تن په توګه سره یو کېږي، نو دغه مهال د سرمقاله لیکوال تخلیقي وړتیاوې ځانګړې مرسته کوي په اصل کې دا یوه داسې ځانګړنه ده چې په عامو حالاتو کې هم د سرلیکنو کې د تسلسل او تړاو پېدا کولو ترڅنګ هغه په زړه پورې کوي هم. لیکنې د تخلیقي وړتیا له برکته روښانه کېږي د مولانا الطاف حسین حالي په نظر تخلیقي وړتیا یوه فطري ښېګڼه ده او ډېر لږ خلک دا ښېګڼه لري. تخلیقي وړتیا یواځې په کسبي ډول نه تر لاسه کېږي. د سرمقاله لیکوال د پنځونې وړتیا چې څومره زیاته وي نو نوموړی هومره په آسانۍ سره لیکنه په زړه پورې کولی شي. دارنګه د زیار او منطقي تفکر په مرسته هم لیکوال بریالی کېدلی شي. لیکن د تخلیقي وړتیا کموالی ګام پر ګام هغه ته ستونزې پېدا کوي او ډېر کله نوموړی د ښې لیکنې په لیکلو کې پاتې راځي.

  • له ټولنیزو حالاتو سره بلدتیا:

سرمقاله لیکوال ته ښايي د خپلې یا هغې ټولنې چې ژوند په کې کوي د هغې له کلتور، دودونو او د خلکو له ګروهونو سره بلد وي ځکه نوموړی ځېنې مهال د یوه مصلح دنده هم ترسره کوي.د ناوړه دودونو، کرکې، تنګ نظري، د کمزورې عقېدې او داسې نورو بدګڼو په وړاندې جهاد کوي. په ډېره مېړانه د ټولنې د بې عدالتیو او ګډوډیو پر وړاندې د نیوکې تېغ چلوي. سرمقاله لیکوال یواځې په دې بسنه نه کوي نوموړی د ښو ارزښتونو او دودونو د خوندیتوب او دودولو هڅه هم اړینه ګڼي او تل د سمو هېلو او غوښتنو د غوړېدو او پوره کېدو په هڅه کې وي.

سرمقاله لیکوال ته د ټولنې له دودونو او د خلکو له عواطفو، احساساتو او غوښتنو څخه خبرېدل د دې لپاره اړین دي، څو نوموړی د بې خبري پرمهال داسې څه ونه لیکي چې د لوستونکو عواطف زیانمن کړي. ځکه دغه مهال ورځپاڼې ته هم زیان اوړي او لوستونکي له لاسه ورکوي او دا سم حالت نه دی.

  1. د ولسي غوښتنو احساس:

سرمقاله لیکوال باید تل ملي غوښتنو ته پام وکړي د دې غوښتنو کړۍ ډېره پراخه ده. له اقتصادي مسایلو واخله تر دفاعي چارو پورې ټولې په کې شاملې دي. پربهرنیو پالیسیو د تبصرې کولو پر مهال سرمقاله لیکوال باید دوست او دښمن ته پام وکړي او داسې څه ونه لیکي چې د هېواد د دښمانانو په ګټه وي. له احتیاط پرته د سرمقاله لیکوال لیکنې هېواد او ولس ته د زیان اوښتلو لامل کېږي.

  • د ورځپاڼې له پالیسي خبرتیا:

نن سبا د سرلیکنې مخ ته د ورځپاڼې غږ او د هغې د پالیسي ښکارندوي ويل کېږي. په ورځپاڼه کې سرلیکنه مرکزي ارزښت لري په دې چې هغه د ټولې ورځپاڼې ترجمانه ګڼل کېږي. له دې امله ښايي سرلیکنه د ورځپاڼې له پالیسي سره برابره وي. سرمقاله لیکوال باید په دې پوه شي چې د ده ورځپاڼه چې له کومې ډلې یا فکري ښوونځي سره تړاو لري هغوی څه وړ نظر لري. د ټولنې د بېلا بېلو ډلو، فکري ښوونځیو، ادارو یا سیاسي او اقتصادي مسایلو اړوند د هغې پالیسي څه ده او هغه تر یوې ځانګړې مودې پورې پر بېلا بېلو موضوعاتو د څومره سرلیکنو لیکل غواړي.

د ورځپاڼې د پالیسي زیاته پيروي سره له دې چې د سرمقاله لیکوال آزادي محدودوي لیکن د تکړه ژورنالیست په توګه د یوې ورځپاڼې د لیکنو له ادارې سره د تړاو مطلب دا دی چې سرمقاله لیکونکی له کوم جبر او زور پرته د ورځپاڼې د پالیسي د وړاندې کولو مسؤولیت مني. که نوموړی کوم وخت داسې محسوس کړي یا دې پایلې ته ورسېږي چې د ورځپاڼې د پالیسي پيروي د هغه فکري سپېڅلتیا سره په ټکر کې ده نو نوموړی حق لري چې پرېکړه وکړي او له بلې یوې داسې ادارې سره یو ځای شي چې هلته د دغه ټکر اندېښنه نه وي. لیکن نن سبا ژورنالېزم د یوه صنعت او ژورنالیست د یوه فنکار بڼه غوره کړې. د دې لپاره پرپالیسي د څنګزنو (فرعي) اختلافونو پرمهال د پوهاوي د لارې اېستل ستونزمن نه وي.

  • مسلکي لاس تېزي:

سرمقاله لیکوال ښايي ځېنې داسې ځانګړنې هم ولري چې د هغو د لاسته راوړلو لپاره پرله پسې مطالعه، تمرین او ریاضت اړین وي. په دې ځانګړنو کې د سرلیکنې له فن او اسلوب سره بلدتیا هم شامله ده. سرمقاله لیکوال ته په دې ښه پوهېدل پکار دي چې د سرلیکنې مناسب پيل څه ډول کېږي؟ تر بحث لاندې موضوع څه وخت روښانه کېږي؟ او نوموړی څه وخت او په کومو ټکو کې خپله پرېکړه وکړي؟ نن سبا په ورځپاڼو کې سرلیکنو ته یو ځانګړی ځای ټاکل شوی دی. سرمقاله لیکوال نوموړی ځایته په پام سره سرلیکنه او شذرات لیکي په لږو او مدللو ټکو کې د خپلو پټو ارمانونو څرګندول یو ستونزمن کار دی، د دې لپاره ډېر تمرین او ریاضت پکار دی په دې فن کې له مهارت پرته د سرمقاله لیکنې او د مخونو د تورولو تر منځ توپیر کول شوني نه دي.

د دې بحث پایله د “اې فرینک کنیډلن” په نظر داسې ده:

“د مدیر تر ټولو لویه ښېګڼه د هغه د پرېکړې متوازن او غیر جذباتي ځواک دی چې د نړۍ په پراخو تجربو ولاړ وي. له دې سربیره مدیر باید له هېوادنیو او نړۍ والو پېښو څخه په ښه توګه خبر وي. نوموړی باید د دې موخې په هکله ثابت دریځ ولري. ځکه نوموړی عامه فکر رامنځته کوي. ځکه نو نوموړی له څو خواوو تر فشار لاندې وي، ولې نوموړی باید له فشار، بډو او وېرې پرته خپل کار وکړي، د ژر پرېکړې وړتیا ولري، همدارنګه نوموړی باید رښتینی، د ښو اخلاقو لرونکی او روڼ ذهنه وي. نه د چا پلوي وکړي او نه هم د کوم ګوند ملاتړ په خپل نظر ټینګ ودرېږي او د نورو د نظر درناوی هم وکړي”

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس