معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سالنګ پر لار د پېښو پر وړاندې د چټک اقدام لپاره ۱۳ مرکزونه جوړ شوي

د سالنګ پر لار د پېښو پر وړاندې د چټک اقدام لپاره ۱۳ مرکزونه جوړ شوي

ګهیځ: نن دوشنبه (د سلواغې ۴مه) د ټول¬ګټو چارو وزارت وايي، د سالنګ پر لویه لار د پېښو پر وړاندې د چټک اقدام لپاره ۱۳ مرکزونه جوړ شوي دي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد اشرف حق¬ شناس په دې ویلي:”د ژغورنې دغه محلات یا د اضطرار اتاقونه په ژمنیو تجهیزاتو مجهز دي. ګران هېوادوال کولای شي د لویې لارې د تړل کېدو، طوفان او واورې ښویېدو په صورت کې، زموږ دغسې یوه مرکز ته ځان ورسوي.”
هرکال د ژمي پر مهال پر سالنګ درنه واوره اوري چې زیات وخت د دې لار د تړل کېدو سبب کېږي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې پرون وویل چې دغه لار د ۳۰ ساعتونو له تړل کېدو وروسته د سورلیو د موټرو پرمخ پرانیستل شوه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس