معماری
خانه / ژورنالیزم / د زمانې افیون

د زمانې افیون

د زمانې افیون

لیکنه: دکتور مصطفی محمود

ژباړه: علي احمد راصد

راډیوګانې، ټلویزیونونه، سینما، د مجلو پاڼې او د زمانې په روان بهیر کې ګرځنده ټلیفونونه او بل هر څه له یو بل په سیالۍ کې روان دي چې انسان له خپله ځانه ورک کړي، داسې چې ډېرو انسانانو په حیرانۍ سره سترګې، غوږونه، اعصاب، او نفس پورته نیولی وي او د سینما، ټلویزیون، راډیو مخې ته ناست وي، په ټوله معنا یې اعصاب بې خوده وي، کټ مټ لکه بنګ یې چې خوړلي وي، سترګې یې په سریالونو کې ګنډلې وي، په خپل ذهن کې پوښتنه کوي، او ټوله ورځ په دې تېره شي تر څو پوه شي چې په دې سریال کې به څوک قاتل وي، څوک به وتښتي، جاسوسان به ماتې وخوري که نه؟ همدارنګه په مجلو او نن سبا د ټلیفونونو پر مخ د لنډغرو انځورونو پاڼې واړوي را واړوي، په غټو ټکو لیکل شوي عنوانونه یې له سترګو تېر کړي، بیا د خوب ځای ته په داسې حال کې را وګرځي چې یوې نا معلومه اندېښنې او خفګان سره لاس او ګرېوان وي، یو پټ غم یې ځوروي، داسې لکه دا ورځ یې چې هېڅ ژوند نه وي کړی. او حقیقت هم دادی چې تېره ورځ یې ژوند نه دی کړی او د ژوند حق ترې اخیستل شوی، او د حق اخیستل کېدو لامل یې هم په خپله دی ؤ او بیا لکه په زور چې را و ایستل شي او یوې خندوونکې ځان وژنې ته ورټېل وهل شي، داسې پوښتنې ورته پیدا شي چې هېڅ په هغه پورې تړاو نه لري، د […] سریال کې فلانۍ نجلۍ چا ووژله، په فلاني سریال کې نجلۍ ولې له خپل مېړه سره خیانت وکړ! په فلاني سریال کې به حقیقت چېرته وي، د مریانو په سریال به کې به خزانه چېرته شتون ولري… ورځې او شپې یو پر بل پسې تېرېږي، خو یاد چینلونه د خپلو لیدونکو لپاره کټ مټ لکه د کوم پټ عادت لرونکي چې خپله غریزه د ستړیا تر بریده را وپاروي، غرقوي؛ بیا یې د شپې په وروستۍ برخه کې په داسې حال کې چې ټول احساسات یې ستړي او ستومانه وي پر بستره وغورځوي، هېڅوک نه پوهېږي په هغه څه شوي دي، دی هم نه پوهېږی چې ولې داسې احساس کوی لکه په ګوګل کې یې چې زړه نشته.

هغه به هېڅکله ژوند ونه کړي، هېڅکله به هغه څه ونه وايي چې غواړي ویې وايي، هېڅکله به هغه څه وانه وري چې دی یې اورېدل غواړي، په یوه ټال کې ناست وي او تر هغو زنګېږي چې بیا له ځانه بې خوده شي او ټول هغه څه هېر کړې د کومو په اړه یې چې فکر کاوه، هغه چې غوښتل یې ویې وايي، هغه چې غوښتل یې وایې وري، او هغه څه چې زړه او عقل ترې ډکېږي. یوه ګونګ حیوان ته به ورته شي چې عقل او احساس یې له دغه نا اشنا سیسټم سره تړلی وي، او ټول ژوند یې په درواغو ورته روان کړی وي. دا یوه ننداره ده، یوه نړیواله ننداره او دا د روان مادي تخنیکي عصر عادت دی چې اوس یې رسنیز ماشینونه د ټول وژنې په وسایلو بدل شوي دي. په زړه پورې وژنه، داسې چې عقلونه د ورېښمو په رسۍ او خیالونه د عطرو په خوږو بویونو زیندۍ کوي. وروسته د “بریجیت باردو” او “ارسولاانرس” د شعرونو په زمزمه پیل وکړي. بیا کله چې لیدونکی له یادو افیونو سره مقاومت وکړي، خپروونکي تر هغه بریده وړاندې ځي چې دده له اجازې پرته د ښځینه فلمي لوبغاړو د پنډیو او سینو ننداره ورته وړاندې کړي او په خپلو کیسو کې یو څه وینه او د خلکو د اعصابو د لا پسې ژبغړانده کولو لپاره یوڅه پترول ور زیات کړي، لكه د Hippies د چېژګیو کیسه، د جرک د لیونیو ګډا، د لویدلیو، لعنت شویو، قهرجنو کړه وړه او نور، دا ټول په ټولنه کې پر ځوانانو د هغه وارد شوي بخار پایله ده چې باید د رسنیو په جال کې اسیر نښتي وي، د هغه اختاپوس( ویرونکې بلا) په پنجو کې چې په سلو نومونو پېژندل کېږي.

راډیو، سینما، او مجلې. ټول هغه زندانونه دي چې پنجرې یې په ناولونو او مجلو کې له ښایسته څنګلو جوړې شوې، څو انسان د ژوند د پرمختګ او یون په جګړه کې له کوم دلیل ویلو پرته، او د ژوند په ناورین او مړینه کې چې په ټوله نړۍ کې هره ورځ روان دی، یوازې پاتې شي.

بیا کله چې خبره د مخدراتو ماریجوانا، چرسو، هیروینو، او کوکایینو او د هغو مافیايي ډلو اړوند روانه وي چې نشه یې توکي د خلکو تر کورونو ور رسوي، د هغو مخدراتو یادونه نه کېږي چې تر دې هم ډېر خطرناک دي او په ډیر سرعت سره خپرېږي او د بشریت لپاره له ځانه سره خورا بدې پایلې لري، داسې مخدرات چې د هر تړلي وره له لاندډې تېرېدای شي او د هر وګړي د خوب کوټه یرغمل کولای شي، معدې ته د سبا ناري په ښکته کې کېدو کې هم مزاحمت کوي، او شونډو ته د چای پیالې په پورته کولو کې هم.

دا ټول هماغه رسنیز وسایل دي چې په خپل منځ کې یې نالیکلی تړون کړی ترڅو انسان د هغه د وخت په وژلو سره ووژني، د وخت وژني تر شعار لاندې په خپله انسان وژني، د شېبو او لحظاتو وینه تویوي، او عمر قتلوي، په داسې حال کې چې عمر له ټاکلي وخت څخه پرته بل شی نه دی.

بله داچې په خپله انسان له زماني فرصت پرته بل څه نه دی، کله چې فرصت ووژل شي د انسان کوم شی نه پاتې کېږي. له همدې امله د هر مفکر او لیکوال مسؤولیت دی چې لومړۍ کرښې ته را ووځي او د یاد نالیکلي تړون پر وړاندې ودرېږي، داسې چې خلک وپوهوي، روزنه ورکړي او د حق پلټنې ته یې وهڅوي، نه داسې چې خلکو ته د خپل برخلیک له ناورین سره په څنګ کې تلو ته تسلیت ورکړي، د هر وګړي خپل ځان ته پام کړي داسې چې د پوهې کچه یې لوړه شوې وي، نه داسې چې له ځانه یې ورک کړي او ژوند یې ترې لوټ کړي. همدارنګه رسنیز وسایل باید له هغه افیونو څخه چې ویده کوونکي دي، پر هغه وېښوونکو توکو بدل شي چې پر حقیقت باندې سترګې رڼا کوي او احساسات وېښوي، هر لوستونکی د خپل نظر څرګندولو ته ور بلي، د هر وچ عقل لرونکی، د فکر کولو پر دسترخوان کښېنوي، تر څو بیا همدا رسنۍ د داسې یوه کاروان بڼه خپله کړي چې له ځان سره د ویښتابه لښکر جوړ کړي، نه داسې چې د خلکو پر سر د اوښکو بهوونکو غازو کېږدۍ شي او یا د لوګي لاسي بمب شي چې د خلکو سترګې ړندې کړي.

حقیقت دادی چې انساني تمدن، د هغه د تېر تاریخ او راتلونکي رښتنی شعار، رښتینې وینا او د رښتیني رسنیز کار احسانمن دی. ځکه چې مونږ نه یوازې پر ډوډۍ، بلکې پر حق باندې ژوندي پایوو. اوس پوښتنه داده چې که وویل شي: رسنیز کار څه شی دی؟ ځواب یې دادی چې: چې حق ووایو، ګټور او سم یې ووایو، او په ټینګار یې ووایو، او د لوستونکي وخت را ژوندی کړو نه دا چې ور ویې وژنو.

 

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس