معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د رېل پټلۍ له لارې د لېږد را لېږد نوی ارقام خپاره شوي

د رېل پټلۍ له لارې د لېږد را لېږد نوی ارقام خپاره شوي

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د زمري/اسد ۹مه او د جولای میاشتې ۳۱مه ڼېټه ده) په تېره یوه اونۍ کې د اوسپنې پټلیو له لارې رزګونه مټریک ټنه صادرات او واردات شوي دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ، ادارې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې یاد صادرات او واردات د حیرتان، اقینې او تور غونډې بندرونو نه شوي دي.
د دې ادارې د معلومات له مخې، له حیرتان نه ۳۱۷۲۲ ټنه، د آقینې بندر نه ۷۵۸۹ ټنه او تورغونډۍ بندر نه ۸۹۱۸ ټنه واردات چې ټول ۴۸۲۲۹ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد شوي دي.
یادې ادارې، دغه شان ویلي، چې تېره اوونۍ کې ټولټال له افغانستانه ۴۰۲۶ ټنه صادرات هم شوي چې لویه برخه یې ممیز دي.
د معلوماتو پر بنسټ، دغه صادارات ترکمنستان او ازبکستان ته شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس