د روغتیا نړیوال بنسټ ویلي افغانستان کې میلیونونو کسانو ته د کرونا ضد واکسین کوي
ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د غبرګولي ۸مه او د مۍ میاشتې ۲۹مه نېټه ده) د روغتیا نړیوال بنسټ پر خپل ټویټر ویلي هوډ لري، چې ټول افغانستان کې څه باندې ۵ میلیونه کسانو ته د کرونا ضد واکسین کوي.
روغتیايي بنسټ دا هم وايي، واکسین هغه کسانو ته کوي چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو لوړ وي.
د بنسټ په وینا راتلونکې میاشت به د کرونا ضد واکسینو لپاره په افغانستان کې سراسري کمپاین پیلوي.
دا کمپاین داسې مهال پیلېږي چې افغانستان کې لا هم کورونا ویروس مثبتې پیښې ثبتېږي.
د عامې روغتیا وزارت د تازه معلوماتو له مخې، تېره یوه اونۍ دغه هېواد کې د کوویډ ۱۹ (۴۴۰) مثبتې پېښې ثبت او اووه تنه له دې ناروغۍ مړه شوي دي.
![](https://www.gaheez.af/wp-content/uploads/2022/05/photo_2022-05-28_22-07-29-660x330.jpg)