معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د رسنیو اقتصادي ستونز؛ پکتيا کې یوې سیمه ییزې راډيو خپل نشرات ځنډولي

د رسنیو اقتصادي ستونز؛ پکتيا کې یوې سیمه ییزې راډيو خپل نشرات ځنډولي

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د وري ۲۵مه او د اپرېل ۱۴مه نېټه ده) په پکتيا ولايت کې د «پکتيا غږ» په نوم يوې سیمه ییزې راډيو د اقتصادي ستونزو له امله خپل نشرات ځنډولې دي.
د دغې راډيو نشراتي مسوول ذبيح الله ايوبي رسنیو ته وويل، چې پر راډيو يې د کېدونکو لګښتونو توان نه درلود نو ځکه اړ شول، چې نشرات بند او خپل کارکوونکي ځواب کړي.
ورته مهال بیا د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور ريس خالقيار احمدزی هم د پکتيا غږ راډيو د نشراتو بندېدل تاييدوي او وايي، چې يادې راډيو د لنډ وخت لپاره فعاليت و ځنډاوه.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې په پکتيکا ولايت کې د مېلمه په نوم يوې بلې سیمه ییزې راډیو هم د اقتصادي ستونزو له کبله خپل نشرات بند کړي وو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس