معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) نن له زلزله ځپلو سره د مرستو لړۍ پیلوي

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) نن له زلزله ځپلو سره د مرستو لړۍ پیلوي

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) نن له زلزله ځپلو سره د مرستو لړۍ پیلوي
ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د چینګاښ یا سرطان دوهمه او د جون میاشتې ۲۳مه نېټه ده) د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې له زلزله ځپلو سره به سر له نن (پنجشنبې) څخه د مرستو رسولو بهیر پيل کړي.
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني رسنیو ته وویل چې د دوی له لوري په مرستو کې به اوړه، غوړي، دال نخود، مالګه او انرژي لرونکي بیسکټ شامل وي.
د رسمي شمېرنو له مخې، په پکتیکا، خوست او ننګرهار کې د وړمې شپې (د چهارشنبې د سهار وختي) په زلزله کې لږ تر لږه ۱۰۰۰ تنه مړه شوي او کابو یو نیم زر نور ټپیان شوي دي خو ګومان کېږي چې د مرګ ژوبلو شمېر تر دې هم لوړ وي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس