نن د کب ۲۷ مه د خبریال د ورځې په نامه یادېږي او په ګران هېواد کې له خبریالانو څخه د قدردانۍ او د هغوی له خوارۍ او زیار اېستنې څخه د قدر داني په موخه هر کال لمانځل کېږي. پرته له شکه خبریال، ډاکټر او پولیس په خلکو او ټولنه کې د ناسمیو د سمونې عسکر دي.
مسلکي خبریال په خپل ژوند او کاري چاپېریال کې تل د سمون تګلاره خپلوي او د ټولنیزو ستونزو د حل هڅې کوي او تل د ولسونو په چوپړ کې وي.
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالېستانو ټولنه د خبریال د ورځې په مناسبت ټولو خبریالانو ته مبارکي وایي او په سختو حالاتو او کړاوونو کې ورته د زغم، موفقیت او بري هیله لري.
ګرانو خبریالانو!
ورځ مو نېکمرغه او چارې مو بریالۍ!
![](https://www.gaheez.af/wp-content/uploads/2023/03/د-خبریال-ورځې-په-مناسبت-د-ګهیځ-ټولنې-د-مبارکۍ-پیغام۱-660x330.jpg)