معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د جوبایډن د ادعا په تړاو د ا.ا ځواب: افغانستان ته د الظواهري د راتګ او اوسېدو په اړه هیڅ معلومات نه لري

د جوبایډن د ادعا په تړاو د ا.ا ځواب: افغانستان ته د الظواهري د راتګ او اوسېدو په اړه هیڅ معلومات نه لري

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د زمري/اسد ۱۳مه او د اګسټ میاشتې ۴ مه نېټه ده) د افغانستان د اسلامي امارته حکومت په یوه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د ایمن الظواهري د اوسېدو او وژل کېدو په تړاو بې خبري ښودلې.
د امریکا د ولسمشر جوبایډن هغې ادعا ته چې ګواکې د کابل په شېرپور سیمه کې یې په یوه هوايي برید کې د القاعده مشر ایمن الظواهري وژلی، ا.ا وايي چې دوی افغانستان ته الظواهري له راتګه او دلته د اوسېدو په اده هیڅ معلومات نه لري.
تېره یکشنبه د امریکا بې پیلوټه الوتکې د پلازمېنې کابل په شېرپور سیمه کې پر یوه مسکوني کور هوايي برید وکړ، ورپسې د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ، چې په دغه برید کې یې ایمن الظواهري وژلی دی.
خو لا هم ا.ا د جوبایډن دغه ادعا نه تایید کړې او نه یې هم ردوي.
تازه د ا.ا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې کشفي او استخباراتي ارګانونو ته یې د پېښې د بېلا بېلو اړخونو په هکله د کره او هر اړخیزې څېړنې لارښوونه کړې.
دوی یو ځل بیا ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې د امریکا په ګډون هیڅ هېواد ته خطر نه شته.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې ا.ا د دوحې تړون عملي کول غواړي او سرغړونې باید پای ته ورسېږي.
ا.ا په ټینګار سره ویلي، چې د ټولو نړیوالو اصولو خلاف امریکا د دوی پر خاوره تېری کړی، چې د تکرار په صورت کې به د هر ډول پایلو پړه د امریکا پر غاړه وي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس