معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د جمهوریت پر مهال تښتول شوی ماشوم؛ اوس د برمته کوونکو له منګولو ازاد کړی شو

د جمهوریت پر مهال تښتول شوی ماشوم؛ اوس د برمته کوونکو له منګولو ازاد کړی شو

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د غوايي یا ثور ۳مه او د اپرېل ۲۳مه نېټه ده) د افغانستان اسلامي امارت وايي، د عبدالروف په نوم تښتول شوی ماشوم یې د برمته کوونکو له منګلو څخه ازاد کړ.
مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې هغه یې نن په بلخ ولایت کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.
لس کلن عبدالروف شاوخوا یو نیم کال مخکې په مزارشریف ښار کې ښوونځي ته پر لار د غلو لخوا تښتول شوی و.
اختطاف کوونکو د نوموړي له کورنۍ څخه د هغه د خوشي کولو په بدل کې د یونیم میلیون امریکايي ډالرو غوښتنه کړې وه.
د اوسني حکومت چارواکو ویلي چې هغه د دوی د استخباراتو د هڅو په لړ کې د برمته کوونکو له منګلو خلاص شوی، خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس