معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د جلال آباد کې د تورخم له مسافر وړونکو موټرو څخه هره میاشت ۳۱۵ زره افغانۍ په غیر قانوني ډول شخصي جیبونو ته ځي

د جلال آباد کې د تورخم له مسافر وړونکو موټرو څخه هره میاشت ۳۱۵ زره افغانۍ په غیر قانوني ډول شخصي جیبونو ته ځي

د جلال آباد کې د تورخم له مسافر وړونکو موټرو څخه هره میاشت ۳۱۵ زره افغانۍ په غیر قانوني ډول شخصي جیبونو ته ځي
راپور: ایمل ظاهر
په جلال آباد ښار کې له کلونو را پدېخواه د بېلابېلو سیمو د موټرو د غیر قانوني اډو (تم ځایونو) شتون، پدې کوچني ښار کې د ګڼې ګوڼې تر څنګ په لوړه کچه د فساد لامل هم شوی.
ګهیځ داسي اسناد موندلي چې ښکاروي د جلال آباد ښار په څلورمه ناحیه کې د کرهنې ریاست ته مخامخ د تورخم په زړه اډه کې، چې اوس یې فعالیت غیر قانوني دی، د اډې منشي هره میاشت له موټر چلوونکونو څخه درې لکه او پنځلس زره افغانۍ په غیر قانوني بڼه تر لاسه کوي.
د جلال آباد- تورخم لویې لارې هغه موټر چلوونکي چې د څلورمې ناحیې له دغه ناقانونه اډې څخه په خپل سر سوارلۍ پورته کوي وایي چې د اډې منشي ترې په ناقانونه توګه په هره پېره کې ۳۰ افغانۍ اخلي او تر هغې‌وروسته د سوارلۍ پورته کولو اجازه ورکوي.
عمر، اسدالله او ذبیح الله چې په یاده لويه لار لیني موټر چلوي وایي: “مونږ د ګمرک مخې ته نوې اډې ته نه ځو، هلته سوارلۍ نه راځي، ځکه له ښار نه لري ده، بس همدلته په زړه اډه کې د اډې منشي ته د پېرې په سر ۳۰ افغانۍ ورکوو او همدومره بیا د نوې د اډې په مخ کې هم د هغې اډې منشیانو ته چې د سړک په سر ولاړ وي پیسې ورکوو .”
دوي زیاتوي که دواړه ځایه د اډې منشیانو ته پیسې ورنه کړي نو د لیني موټر چلولو اجازه نه ورکول کېږي.
همدارنګه د ننګرهار ولایت د ترانسپورټ ریاست اړوند د ثمرخيلو بندر مدیر سیدالرحمن ګهیځ سره په مرکه ویلي چې د یاد بندر له لارې هره ورځ له درې نیم سوه تر څلور سوو پورې وړې او تيز رفتاره موټر عبور کوي.
بل خوا د ګهیځ موندنې ښکاروي چې د یادې ناقانونه اډې څخه هره ورځ په اوسط ډول، له درې نیم سوه موټرو څخه دېرش افغانۍ اخیستل کېږي چې د یوي ورځې مجموعي عاید یې لس نیم زره افغانۍ او د یوې میاشتې یې درې لکه او پنځلس زره افغانۍ کېږي چې د دولت له خزانې پرته، شخصي جیبونو ته ځې.
ډېره هڅه مو وکړه چې د دې موضوع په تړاو د تورخم د نوې اډې له قراردادي حاجي آصف عرب نظر واخلو او ترې وپوښتو چې د یوې اډې پرسر ولې له موټر چلوونکو دوه ځایه پیسې اخیستل کېږي، خو نوموړی خبرو ته حاضر نه شو.
د ننګرهار ولایتي شورا هم دا موضوع تائیدوي او پدې برخه کې نه یوازې د اډو منشیان، بلکي اړونده حکومتي مسؤولین او په خاص ډول ولایتي اداره هم په کم کارۍ تورنوي.
د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر وایي چې ولایتي ادارې سره يې دا ستونزه په کراتو کراتو شریکه کړې خو د وخت ولایتي چارواکو یې د حل او شته فساد د مخنیوي لپاره تشې ژمنې کړې او عملي کړې یې نه دي.
ښاغلی اجمل عمر همدارنگه وایي:” پدې کې شک نشته چې د ناقانونه اډو نه دلته د ډېرو لویو چارواکو جیبونو ته پیسې ځي.”
د ننگرهار د ولایتي شورا مرستیال زیاتوي چې اوس چوکونه په ټېکه ورکول کېږي او دا ستونزه د دوی له خوا څو څو ځله د پخوانیو والیانو سره شریکه شوې، خو هغوی او حتی اوسنۍ اداره پدې اړه یوازې ژمنه کوي او د څو ورځو لپاره دغه غیر قانوني اډې له ښار نه لرې کړي، خو د اجمل عمر په خبره، سبا بیا له چوکونو څخه د اډو په توګه ګټه اخیستل کېږي.
د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال ددې لامل، ددې ډول غیر قانوني اډو په شتون کې د لوړ پوړو چارواکو نغښتې پټې ګټې دي.
بل خوا د دې لویې لارې مسافرین هم مني چې له موټر چلوونکو څخه د لارې پرسر د تورخم اډې په نوم پیسې اخیستل کېږي او وایي له کلونو راهیسي دا چاره دوام لري، خو لا یې هم د مخنیوي لپاره عملي ګامونه ندي اخیستل شوي.
سباوون ساحل چې د شینوارو هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د تورخم ـ جلال آباد په لویه لار تګ راتګ کوي وايي:” پدې خپلو سترګو مو لیدلي چې د تورخم زړه اډه کې هم یو کس ولاړ وي هر موټر چې د سړک په سر سوارلۍ پورته کړي او حرکت وکړي هغوی ترې د اډې لپاره پیسې واخلي، هلته د ګمرک مخ کې هم یو دوه کسان ولاړ وي.”
د ګهیځ خبریال لدې موضوع څخه د ننګرهار ولایتي اداره چې څو څو ځله یې د ناقانونه اډو د مخنیوي خبره کړې، خبره کړه.
د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل دلته د شته فساد په تړاو نا خبري وښوده او ژمنه یې وکړه چې د یوه پلاوي په ټاکلو به هلته د شته فساد موضوع وڅېړي او معلومات به بېرته د ګهیځ له خبریال سره شریک کړي.
خو له والي سره تر لومړۍ اړېکې نږدې یوه نیمه اوونۍ وروسته د دوهم ځل لپاره د ننګرهار له والي ضیاء الحق امرخېل څخه د یادې موضوع په تړاو د نظر غوښته وکړه، خو والي د خپلو بوختیاو له کبله د نور وخت غوښتنه هم وکړه او و یې ویل چې لا یې هم پدې تړاو معلومات ندې ترلاسه کړي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم ولایتي ادارې څو څو ځله په جلال آباد کې د ناقانونه اډو په اړه ژمنه کړې چې له ښار نه به یې لیري کوي، خو دا کار ندی ترسره شوی.
له جلال آباد ښار څخه د ناقانونه اډو د ویستلو په لړ کې له تېرو څو کالو راهیسي په ښار کې د تورخم اډه د ننګرهار ګمرک ته مخامخ یوه سرای ته لېږدول شوې خو د یاد لین موټر چلوونکي، پرته لدې چې له هغه سرای نه د اډې په توګه ګټه پورته کړي، د عمومي سړک پر سر سورلۍ پورته کوي او یوازې د اډې منشي ته د هر موټر په سر شل افغانۍ ورکوي. چې په مجموعي ډول له اډې څخه د ګټې اخیستنې پرته له دې درکه د اډې د قرار دادي اصف عرب منشیان هره میاشت شاوخوا درې نیم لکه افغانۍ ترلاسه کوي.
د یادونې وړ ده چې په جلال آباد ښار کې د ا مهال هم د تورخم اډې په ګډون په ناقانونه ډول څو ځایه د کابل اډه، د چپرهار اډه، د بهسودو اډه، د کامې او ځينو نورو ولسوالیو اډې هم په خپل سري توګه فعالیت کوي چې له کبله یې ښاریان د ښاري نظم له ګډوډېدو څخه شکایت لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس