معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د تېر کال په پرتله هند ته د افغانستان صادرات ډېر شوي

د تېر کال په پرتله هند ته د افغانستان صادرات ډېر شوي

ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۲۹مه) د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وایي، سږکال د تېر کال په پرتله هندوستان ته د افغانستان د صادراتو کچه لوړه شوې ده.
د دغې خونې چارواکي زیاتوي چې سږکال له یو شمېر خنډونو او بندیزونو سره سره هند ته د افغان توکو صادرات لوړ شوي دي.
خان جان الکوزي ویلي چې افغانستان په روان کال کې هندوستان ته د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات کړ.دا په داسې حال کې ده چې تېر کال دغه شمېر شاوخوا ۴۰۰ میلیون ډالرو ته رسېده.
هغه ویلي چې هند ته په صادر شویو توکو کې وچه او تازه میوه، قیمتي بوټي او نور توکي شامل دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس