معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د توماس نیکولسن او امیرخان متقي لیدنه؛ متقي وايي افغان خاوره د چا پر ضد نه کارول کېږي

د توماس نیکولسن او امیرخان متقي لیدنه؛ متقي وايي افغان خاوره د چا پر ضد نه کارول کېږي

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غوايي یا ثور ۱۹مه او د مۍ میاشتې ۹مه نېټه ده) د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن سره یې په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټویټر لیکلي، امیرخان متقي په دې لیدنه کې په افغانستان کې د بشپړ امنیت ټینګېدو او د نورو پر وړاندې د افغانستان د خاورې نه کارېدنې په تړاو ډاډ څرګند کړی دی.
دواړو لوریو همداشان په افغانستان کې د خلکو د اقتصادي وضیعت د ښه کېدو په تړاو د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.
د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت تر دې وړاندې هم ګاونډیو او نورو هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شي او نه هم نورو ته اجازه ورکوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس