معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ترکیې پولیسو ۶۹ بې اسناده افغان کډوال نیولي

د ترکیې پولیسو ۶۹ بې اسناده افغان کډوال نیولي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۳ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترکيې رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پۀ “دیاربکر” ښار کې ۶۹ بې اسناده افغان کډوال نیول شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې په نیول‌ شویو کډوالو کې درې د بنګلدېش او پاکستان اتباع هم شامل دي.

د پولیسو په وینا، د دغو عملیاتو په ترڅ کې یو انساني قاچاق‌ کوونکی هم نیول شوی دی.

ترکي رسنیو تر دې وړاندې هم د غیرقانوني استوګنې له امله سلګونه افغان کډوال نیولي او بېرته یې خپل هېواد ته لېږي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د وروستیو شمېرو له مخې په تېرو دریو میاشتو کې د یاد هېواد په بېلابېلو ښارونو کې نږدې ۵۰ انساني قاچاق‌ کوونکي نیول شوي دي.

یاد وزارت دا هم ویلي چې په ۲۰۲۳ کې ټول ۶۸ زره ۶۸۷ افغان کډوال نیولي او وېستلي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس