معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د تاشکند غونډه کې له افغانستان سره د مرستې غوښتنه شوې

د تاشکند غونډه کې له افغانستان سره د مرستې غوښتنه شوې

ګهیځ: نن پنجشنبه (د کب پنځمه نېټه ده) د مرکزي اسیا هېوادونو او اروپا د تاشکند په ناسته کې پر افغانستان خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې د مرکزي اسیا هېوادونو او اروپا استازو دغې ناسته کې په افغانستان کې پر امنیت، ثبات، د ترهګرو ډلو پر فعالیتونو، اقتصادي وضعیت، د بشري حقونو پر وضعیت او بشردوستانه مرستو خبرې کړې دي.
له دې غونډې په ګډه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکي دي او په دغه هېواد کې هر ډول بشردوستانه مرستو ته ژمن دي.
د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټامس نیکولسون ویلي چې په دې غونډه کې له افغانستان سره پر مرستو، بشردوستانه خدمتونو او نورو مهمو مواردو بحث شوی دی.
خبرپاڼه وایي چې افغانستان باید نړیوال قوانینو ته پام وکړي، بشري حقونو ته درناوی ولري، ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه ور نه کړي او په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره لاس په کار شي.
دوی همدا راز د زده کړو او تعلیم په برخه کې د ښځو د حقونو پر ساتلو هم ټينګار کړی او له نړیوالې ټولنې یې هم غوښتي چې له افغانستان سره په بېلو اړینو برخو کې مرستو ته ادامه ورکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس