معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د بین الافغاني خبرو ناکامېدل؛ خلیلزاد دواړه لوري پړه بولي

د بین الافغاني خبرو ناکامېدل؛ خلیلزاد دواړه لوري پړه بولي

ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۲۳مه) خلیلزاد وايي د بین الافغاني مذاکراتو په ناکامېدو کې جمهوریت او امارت دواړه پړه دي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه تازه مرکه کې کړي. هغه وايي چې دوی په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره هڅې کولې، خو دغه مذاکرات ناکام شول او په ناکامېدو کې یې دواړه لوري پړه دي.
د ده په وینا اشرف غني له لومړي سره د مذاکراتو ننګه نه کوله، د ټولګډونه پلاوي په جوړولو کې یې میاشتې ځنډ راووست، د بندیانو په خوشي کولو کې یې په میاشتو میاشتو ځنډ ځڼډ وکړ، د هر څه پر وړاندې یې خنډونه جوړول او له وضعیت یې ناسمه محاسبه لرله.
خلیلزاد همدا راز وایي هېچا د پخواني حکومت د سقوط غوښتنه نه کوله، خو د اشرف غني تګ هر څه ګډوډ کړل.
نوموړي پر افغان پوځ هم نیوکه کړې، چې له دومره قربانیو سره سره یې، پر خپلې موخې باور نه درلود. زیاتوي چې یوازې د امریکا تر حضور پورې یې جګړه وکړه او تر هغه وروسته له هر څه په شا شول.
خلیلزاد ټينګار کوي چې امریکا په افغانستان کې د خبرو له لارې د یوه ټولګډونه حکومت غوښتنه کوله، خو د افغان حکومت او طالبانو ناغېړیو دا هر څه ګډوډ کړل.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس