معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بښنې نړیوال بنسټ: پر افغانستان لګېدلي بندیزونه دې ختم کړای شي

د بښنې نړیوال بنسټ: پر افغانستان لګېدلي بندیزونه دې ختم کړای شي

د بښنې نړیوال بنسټ وایي نړیواله ټولنه دې ژر تر ژره پر افغانستان مالي بندیزونه ختم کړي.

ګهیځ: د بښنې بنسټ نن چهار شنبه (د لنیدۍ ۳مه) په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې بشري او اقتصادي وضعیت خورا ترینګلی دی. د راپور په وینا له همدې امله جدي اړتیا لیدل کېږي چې نړیواله ټولنه د افغانستان په څېر پر یوه بېوزله هېواد مالي فشارونه ختم کړي.

دغه بنسټ پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې د خلکو د ژغورلو او بشري غمیزې د مخنیوي لپاره پر افغانستان بندیزونه او مالي فشارونه پای ته ورسوي.

د بښنې نړیوال بنسټ وايي دا مهال له افغانستان سره د ځينو هېوادونو له لوري شوې بشري مرستې بسنه نه کوي، بنسټ دا هم ویلي چې د رسېدلو مرستو ډېره برخه اړمنو کسانو ته نه ده رسېدلې، نو تر ټولو ښه لار چې افغانستان له ناورین څخه وژغورل شي دا ده، چې د دغه هېواد مالي زېرمې ازادې شي او د اقتصادي ودې لپاره مرستې ورسره وشي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس