ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د غبرګولي یا جوزا ۱۷مه او د جون میاشتې ۷مه نېټه ده) د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي د جمعیت اصلاح ټولنې له مشر محمد مزمل اسلامي او نورو غړو سره وکتل.
یاد وزارت وايي ستانکزي د ښوونې، روغتیا او کلتور په برخه کې د دغې ټولنې کارونه وستایل.
نوموړي د یادې ټولنې له مشر او غړو وغوښتل چې د عامه ذهنیت د رغښت، ښوونیزې پراختیا او ټولنیزې اسانتیا لپاره خپلې هلې ځلې لا ګړندۍ کړي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د جمعیت اصلاح مشر ښاغلي اسلامي وویل، چې د حاکم نظام بدیل نلرو، په وینا یې په ټولو افغانانو ږغ کوي چې د اسلامي امارت تر چتر لاندي د هیواد د بیا ابادۍ لپاره هر اړخیزې هڅې ترسره کړي.
ستانکزي یادې ټولنې ته ډاډ ورکړ چې نوی حکومت به یې په پوره ډول غوښتنو ته لاس رسی کوي.
![](https://www.gaheez.af/wp-content/uploads/2022/06/FUk6d7zXoAAMdMx-660x330.jpg)