معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د بلخ دیني عالمانو د نجونو د ښوونځیو د پرانستو غوښتنه کړې

د بلخ دیني عالمانو د نجونو د ښوونځیو د پرانستو غوښتنه کړې

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وري ۱۵مه او د اپرېل ۴مه نېټه ده۹ د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، په بلخ کې دیني عالمانو له حکومته غوښتي چې نجونو ته په ټول هېواد کې د منځني او لېسې دورې ښوونځي پرانیزي.
په دې اړه پرون د مزار شریف ابوذر غفاري دارالعلوم کې لویه غونډه جوړه شوې وه.
په راپور کې د دارالعلوم د مشر محبوب ‌الحق مخدوم له قوله ویل شوي، دوی ځکه له ممبره د نجونو د تعلیم غږ اوچتوي چې په خبره ‌یې اسلام دا حق نجونو ته ورکړی دی.
نوموړي ویلي، غونډه کې له اسلامي امارته غوښتل شوي چې ژر تر ژره د نجونو د جامو طرحه نهایي او د ښوونځیو د بیا پرانیستې اعلان وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس