معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بلخ تولیدي شرکت: له پنبې د غوړ ویستل دوه برابره ډېر شوي

د بلخ تولیدي شرکت: له پنبې د غوړ ویستل دوه برابره ډېر شوي

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وري ۳۰مه او د اپرېل ۱۹مه نېټه ده) په بلخ کې د پنبې غوړیو د تولید شرکت وایي په تولیداتو کې یې ډېروالی راغلی دی.
یاد دولتي شرکت په دې اړه تازه معلوماتو خپاره کړي دي. شرکت ویلي، چې روانه میاشت یې د تولیداتو په کچه کې دوه برابره ډېروالی راغلی دی، چې ورسره جوخت یې عواید هم دوه برابره شوي دي.
د معلوماتو پر بنسټ، دوی په تېرو میاشتو کې شاوخوا ۲۲ میلیونه عواید راټولول خو دمګړی د دغه عوایدو کچه ۵۰ میلیونه افغانیو ته لوړه شوې ده.
د شرکت چارواکي وایي چې د عوایدو د ډېرېدو لامل یې د کروندګرو له لوري د ډېرو حاصلاتو ترلاسه کول دي او دوی هڅه کوي چې د شرکت چارې لا پراخې او ښې کړي.
د هېواد په شمال کې د پنبې کرل خورا ډېره مخینه لري چې ډول ډول محصولات ترې تر لاسه کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس