معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د بشري حقونو د څار ډلې له ا.ا ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانستو غوښتنه کړې

د بشري حقونو د څار ډلې له ا.ا ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانستو غوښتنه کړې

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه(د وري ۱۷مه او د اپرېل ۶مه نېټه ده) د بشري حقونو د څار ډلې چارواکو ويلي، د ملیونونو افغان نجونو د زده ‌کړو پر نامالوم برخلیک اندېښمن دي.
د دې بنسټ د ښځو برخې مشرې هیدر بار ویلي چې د ا.ا.ا باید له ځنډ پرته د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي. مېرمن بار زیاته کړې، افغانستان په نړۍ کې یوازنی هېواد دی چې نجونې پکې د خپل جنسیت له کبله له زده کړو بې برخې دي.
نوموړې ټينګار کړی چې ا.ا بايد سملاسي لاس په کار شي او د نجونو ښوونځي پرانيزي.
د ا.ا.ا تېر کال په ځلونو ژمنه کړې وه چې د نوي کال په پيل کې به د نجونو ټول ښوونځي پرانيزي، خو په وروستيو تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو پرانيسته تر بیا ځل امره پورې وځنډوله.
د ا.ا دا پريکړه په کور د ننه او نړيواله کچه له توندو او پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
خو چارواکي وايي، چې له یو جامع طرحې له چمتو کولو وروسته به د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانېزي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس