ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وري ۱۶مه او د اپرېل ۵مه نېټه ده) د بریټانیا منچستر پوهنتون ۱۵ افغان مېرمنو ته د ماسټرۍ وړیا بورسونه ورکړي دي.
دا هغه افغان مېرمنې دي چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو له هېواده وتلې دي.
د منچستر پوهنتون د پوهنې د ماسټرۍ د پروګرام مشر الکساندر ګاردنر مکتاګرټ ویلي د افغان مېرمنو د لېوالتیا، په ځان باور او د انګلیسي ژبې له زیات مهارته خوښ دی.
په منچستر پوهنتون کې د ماسټرۍ اکثر پروګرامونه د کال شااوخوا ۳۰ زره ډالره لګښت لري، خو دا پوهنتون وايي چې ۱۵ افغان مېرمنو ته په وړیا توګه درس ورکوي.
![](https://www.gaheez.af/wp-content/uploads/2022/04/photo_2022-04-05_02-34-10-600x330.jpg)