معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د ا.ا پر دوه لوړپوړو چارواکو د ملګرو ملتونو بندیزونه؛ ا.ا یې د ناکامو تجربو تکرار بولي

د ا.ا پر دوه لوړپوړو چارواکو د ملګرو ملتونو بندیزونه؛ ا.ا یې د ناکامو تجربو تکرار بولي

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د چینګاښ یا سرطان لومړۍ او د جون میاشتې ۲۲مه نېټه ده) د ملګرو ملتونو بندېزونو کمېټې د لوړه زده کړو پر وزير عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت پر مرستيال سعید احمد شهیدخېل له هېواده بهر ته د سفر پر کولو بندیز لګولی.
ورته مهال دغې کمېټې د ا.ا پر شاوخوا ۱۳ غړو د سفر محدودیتونه د څه وخت لپاره بیا هم لرې کړل.
د بهرنيو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د دغې پرېکړې هرکلی کړی چې له مخې يې د ا.ا پر غړو د سفر محدودويتونه د يوې بلې لنډې دورې لپاره لرې کړي خو ويلي يې دي چې پر دوو نورو غړو يې بايد د سفر بنديزونه نه وی لګول شي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي پر ټويټر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دا د ا.ا حق دی چې پر مشرانو يې لګول شوي د سفر بنديزونه د دوحې د تړون پر بنسټ د تل لپاره لرې شي.
هغه ويلي چې ا.ا په دې برخه کې د ملګرو ملتونو وروستۍ پرېکړه ښه ګام بولي.
اعلاميه کې د لوړه زده کړو پر وزير او د پوهنې وزارت پر مرستيال د سفر لګول شوي بنديزونه بېځايه هڅه او د ناکامو تجربو تکرار بلل شوی دی. ا.ا له امنيت شورا غوښتي چې نور دې يو اړخيز قضاوت نه کوي او افغانانو ته دې د هغوی حقونه ورکړي.
د يادونې وړ ده چې ملګرو ملتونو پرون د ا.ا د ۱۳ مشرانو د سفر محدوديتونه د دوو مياشتو لپاره لرې کړل خو د لوړو زده کړو پر وزير او د پوهنې وزارت پر مرستيال يې د نجونو پر زده کړو د محدوديتونو د وضع کولو له کبله د سفر بندیزونه ولګول.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس